د قیامت یوه بله علامه!!
په عراق کې د دجلې سیند بې ساری کم شوی دی، د کمېدو په سبب په کې یو ښار راپبدا شوی چې 3,400 کاله لرغونتوب لري، په دې ښار کې یوه کلا موندل شوې، چې د دیوالونو اوږدوالی یې ۶ متره ته رسیږي، بیلا بېل پوړونه لري، خټینې تختې په کې موندل شوي چې په مسماري لیک پرې لیکل شوي دي، له دې سربېره خټین لوښي هم په کې موند شوي دي.
رسول الله علیه السلام د دجلې د اوبو د کمېدو وړاندوینه کړې او دا یې د قیامت له علامو څخه شمېرلی دی.
د ابوهریره څخه روایت دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
(لا تَقُومُ السَّاعَةُ حتَّى يَحْسِرَ الفُراتُ عن جَبَلٍ مِن ذَهَبٍ، يَقْتَتِلُ النَّاسُ عليه، فيُقْتَلُ مِن كُلِّ مِائَةٍ تِسْعَةٌ وتِسْعُونَ، ويقولُ كُلُّ رَجُلٍ منهمْ: لَعَلِّي أكُونُ أنا الذي انجو
تر هغې قیامت نه راځي څو چې د فرات د وچېدو له امله په کې د سرو غر نه وي راڅرګند شوی، خلک به پرې یو بل ووژني، له هرو سلو ، نه به نه نوي ووژل شي هر سړی به وایي کیدای شي زه به وژغورل شم.
بل حدیث کې راځي:يُوشِكُ الفراتُ أن يُحسَرَ عن كنزٍ من ذهبٍ ، فمن حضره فلا يأخُذْ منه شيئًا.
نېږدې ده چې فرات د سرو یوه خزانه رابرسیره کړي، که څوک ورغی، هیڅ شی دې ترې نه اخلي.
ليکوال؛ (استاد شرر ساپی)