سه شنبه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ۱۴۰۲ هـ لمریز کال د زمري میاشتې ۲۴مه، چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له ۲۸ مې نېټې سره سمون خوري، د امریکا او د هغه د متحدینو د اشغال پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې
د افغانانو د جهاد د بریالیتوب د دوهمې کالیزې په مناسبت او د افغانستان اسلامي امارت د کلیزې پر بنسټ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
