لویه خدایه د اخلاص د توبې توان را
او اخره خاتمه هم په ایمان را
تش مې مه پرېږده کچکول د دواړو لپو
له دربار نه دې لږ خیر د غفران را
سکینه را د شپو، ورځو په تابوت کې
په طالوت مو کړه ټول، پلار د سلیمان را
دا وطن زمونږ جنت په شریعت کړه
د سکون او امنیت حورې غلمان را
چې د زړه له کعبې تاو لکه بخمل شم
ما بسمل ته د وصال عربستان را
#بسمل