بسم الله الرحمن الرحیم!
د افغانستان د اسلامي امارت قاضي القضاه قدرمن شيخ عبدالحکيم حقاني له کتاب ( الامارة الإسلامية و نظامها) څخه:
ابوبکر صدیق رضي الله عنه په خپله لومړنۍ خطبه کې وفرمايل: ای خلکو ! زه پر تاسو واکمن وټاکل شوم، خو له تاسو څخه غوره نه يم، که ښه مې کول، مرسته راسره وکړئ او که بد مې وکړل، سم مې کړئ، رښتيا امانت دی او درواغ خيانت، په تاسو کې ضعيف زما پر وړاندې قوي دی،تر هغې چې خپل حق وروسپارم، او په تاسو کې قوي، له ما سره ضعيفه دی چې له هغه نه حق واخلم.
په دې وينا کې څو خبرو ته اشاره ده:
لومړی: په اسلام کې ټول انسانان سره برابر دي، حاکم وي که محکوم، سپین وي که تور، عرب وي که عجم، هيڅوک پر بل باندې، هېڅ ډول برتري او غوره والی نه لري، له همدې کبله هغه وايي: زه له تاسو څخه غوره نه یم.
دوهم: رعيت د امام د څارنې او محاسبې حق لري، ځکه هغه وايي: که ښه مې کول، مرسته راسره وکړئ ... دا کاملا ثابته او څرګنده ده چې د امت استقامت او سمښت د واکمنانو تر سمښت او استقامت پورې تړلی دی، له همدې کبله پر رعيت واجبه ده چې د شريعت له لارښوونو سره سم د خپلو واکمنانو د سمولو هڅه وکړي.
درېيم: د ټولو خلکو تر منځ عدالت او برابري راوستل د اسلامي دولت له اهدافو او د امام له واجباتو څخه ده، ځکه چې فرمايي: ستاسو ضعيف زما پر وړاندې قوي دی...
د ابوبکر صديق رضي الله عنه د سياست يوه برخه دا وه چې فرمايل يې: ( رښتیا امانت او درواغ خيانت دی) په دې سره يې د امت د قيادت او رهبرۍ لپاره د خپل پلان او تګلارې يوه اساسي مبدآ اعلان کړه، هغه دا چې د حاکم او امت تر منځ رښتينولۍ د اعتماد او باور اساس دی، همدا اساسي مبدآ د پاچاهۍ او دولت په ټينګښت کې خورا زياته اغيزمنه دی، له دې سربېره چې رښتيا يو له هغو اسلامي اخلاقو څخه ده چې اسلام ورته خلک رابلي، الله متعال فرمايي: یاایهاالذین آمنوا اتقوا الله وکونوا مع الصادقین)
د حضرت ابوبکر صديق له سياستونو څخه يو دا وو چې هغه به د اړمنو او ضعيفه خلکو خدمت کاوه، له ابوصالح الغفاري څخه روايت دی چې حضرت عمر رضی الله عنه به د مدينې په يوه څنډه کې د يوې ړندۍ بوډۍ خدمت کاوه ، اوبه به يې ورته راوړې او کارونه به يې ورته کول، نو هغه به چې هر څومره وختي راغی، وبه يې ليدل چې بل څوک ترې وړاندې راغلی دی او کارونه يې برابر کړي دي، بيا يې هغه وڅاره ، ګوري چې هغه د مسلمانانو خليفه ابوبکر صديق رضي الله عنه دی د هغه يو سياست دا وو چې کار به يې اهل کار او وړو اشخاصو ته سپاره، له همدې کبله يې ابوعبيده بن الجراح چې امین الامه و، د ماليې وزير وټاکه هغه ته يې د بيت المال ټولې چارې وسپارلې، حضرت عمر ته يې قضاء او د عدليې وزارت وسپاره، زيد بن ثابت ته يې کتابت چارې وسپارلې. {...c}
د الله تعالی لور ته..!
له ګڼې ګوڼې ډک بازار منځ کې یو عالم ناست و، په دې لاره یو پاچا تېرېدی پوښته یې ترې وکړه: اې شیخه دلته څه کوې؟ شيخ ځواب ورکړ: دا خلک الله جل جلاله ته نږدې کول غواړم، الله جل جلاله یې مني خو دوی هغه ته ځانونه نه نږدې کوي.
بل ورځ همدا عالم په هدیره کې ناست و، پاچا پرې راغی او پوښته یې ترې وکړه: شیخه دلته څه کوې؟ شيخ ځواب ورکړ: دا خلک الله جل جلاله ته نږدې کول غواړم، دوی یې مني او غواړي چې الله تعالی ځانونه ته نږدې کړي خو الله تعالی یې نه مني.
نوټ: دوه ورځې ژوند دی راځئ د الله تعالی په خوښه یې تېر کړو، پورتنی کيسه ګی ته مو په زړه او ذهن کې ځای ورکړئ، د ورځې په جریان کې خو یې ضرور یوځل در یاد کړئ. کنه بیا به افسوس کوو خو وخت به تېر وي!
📗: سیند په کوزه کې!
🧠: #[678] جوړونه
فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ
ژباړه: تاسې ما یاد کړئ، زه به تاسې یاد کړم
عبدالرحمن احمدی
Delete Comment
Are you sure that you want to delete this comment ?