د زندان لـه کوره!
لیک وفیق اشنا
د ملي امنیت ریاست پـه A بلاک کې مې مشر ورور مجیب او B بلاک اتم نمبر اطاق کې زه بندي وم، چې یو ماسپښین یې یو یوسف مخی ځوان زموږ بلاک ته را دننه کړ، زخمي حالت کې یې نیولی و، دواړه لاسونه یې پاسمان ول، مخ او ګڼ ښایسته ویښته يې له ګردو ډک وه، هغــه مې ورته له ګردونو پاک کړل، غلی یې خپل نوم راته واخېست سعید مې نوم دی، نن یې کامه کې د عملیاتو پر مهال زخمي ونیولم بل ملګری مې شه.ـید شو، ستاسې څه نوم دی څنګه تحقیق ورکړم او څه وکړم؟!
مخکې تر دې چې سعید ته لارښونه وکړم او په ټولو خبرو یې پوه کړم، د امنیت کارمند اکرام راغی، زه یې بېرته خپل اطاق ته د ننه کړم. دا چې سعید کم عمره او بې تجربې و، ځان او ورور مې هېر او ده ته اندېښمن شوم.
څارنوال ته د بیا تحقیق ورکولو لپاره مې جوړ تصمیم ګډ وډ شو او د کشر سعید بې زړه توب او د مستنطق ځناور بې رحمۍ ته مې اروا وختله.
څه به ترې پوښتي؟ هغه خو زخمي هم دی، د سعید په خوله ځواب به د ده په ګټه وي او که په زیان؟
اه ربه! ته یې ناصر شـه!
سعید مې بیا د امنیت ریاست کې ونه لېد، فقط یوه ورځ مې د تعذیب زیر زمینۍ په توره تیاره کوټه کې د هغه سوې کريغې واورېدې، ځان سره مې وویل: چې ښایي نازک غوښن بدن یې د هغه درنو کېبلو تاب نه وي راوړی، ځکه چې ما یې کرېغې د خپل تحقیق په اطاق کې اوریدې.
څو ورځې وروسته یې زه او مشر ورور مې مجیب مرکزي زندان ته انتقال کړو او سعید د څارنوال د سختې لهجې او د ریاست د کارمندانو د سخت تـعذیب او تهدید مــیلـمه پوره میاشت پاتې شو.
خدای خبر چې څه تعذیب او تهدید به یې په زخمي ځان ګاللی وي؟!
مياشت وروسته مې سعید بیا د مرکزي زندان په خونو کې ملګری شو لږ یې هغه وخت زخمونه هم سـره ټـکور شوي وو د امنیت د تعذیب او تهدید مې ترې وپوښتل مُسک شو او راته کړه یې چې مینه اسان کار نه دی، ځان ته بــیل ژوندون غواړي تکلیفونه او دردونه یوې حقیقې مینې پورې تړلې دي او دغه تکلیفونه د ځوانۍ او مینې زکات دی ور کوو به یې.
مسجد ته لاس نيولې سره روان شو، ځکه چې د مازیګر د جمعې وخت قریب وو، همغه وخت په توقیف بلاک کې زموږ امام او استاذ خوږ ژبی حافظ او مفتي محمد ظریف حـقمل و، سعید بیا راسره د زندان بده هوا درنیم کاله په کمکي ځان تنفس کړه او کله کله به مو یو بل ته د بلاک په مـسجد کې سبق، پاؤ، منزل هم اورولو سعید دغه مهال شپاړس کاله عمر درلود، خدای تعالی پــه ډېرو ښو نېکو صفاتو نازولی و، د قران مجید دومره ښه حافظ وو، چې بل مې لا دده په عمر نـه دی لېدلی، خاموش خوږ او له حیاء ډک انــسان و، په کم عمر یې د جهاد مینه په زړه غلبه کړې وه.
سعید بیا په قطر دوحه کې د شوي توافق نامې په اساس لـه زندان څخه خلاص شو، چې د څه وخت په کور تیرولو وروسته یې بیا د کور شیرین ژوند د سنګر په تکلیفونو بدل کړ او اوږه یې بیا په ټوپک درنه کړه او د غزا میدان ته وړاندې شو.
چې له فتحې پنځه مياشتې وړاندې بیا زخمي شو او پس له دوه مياشتو له علاج وروسته یې د شـ.هادت مقام خپل کړ.
انالله وانا الیله راجعون
نن یې همغه فیوازي قاري احمد سره ناست وم، ټولې ناخوالې او هغه غمـجنې کیسې راتــه وکړې، چې په سعید زخمي حالت کې تیرې شوې وې. احمد وایي: یوه ورځ یې راته وویل چې زه ښه پوهېږم، چې له دې زخمونو مې بیا رغېدل نشتـه، خو کاش چې هغه اشنا مې یو ځل لیدلای وای، ته یې راوغواړه چې راشي.
احمد وایي: چې ما ورته ستا د مصروفیتونو او لرې والې پلــمه وکړه او ورته مې وویل، چې پردی وطن دی خدای خبر چې راتګ به یې دلته وشي کنه؟
احمد وايي: ډېر وخت خاموش و، له چوپتیا وروسته یې شونډې سره بېرته شوي او و یې ویل خدایه نور مو مجاهدین ملګري د خپل وطن او اسلامي نظام خاوندان کړي!
نن یې چې وینو ریښتیا هم کړې دعاوې زموږ په حق کې قبولې دي او د هغه پر ښایسته رخسار د خړو خاورو انـمبار جوړ دی، د ځوانۍ ارمانونو سره یې سینه کې پروت قران هم ورسره شـهید دی.
نن یې بلها انځورونه موبایل کې ګرځوم، ټولې هغه خبرې چې زما او د ده ترمنځ د خندا سبب وې نن یې انځورونو ته تکراروم، خو نه خاندې او نـه خبرې کوي!
او دغه څوبیتونه یې انځورونو ته لیکم.
ګالرې کې مې سـتا ګونـګ څو تصويرونه
جــوړوي راتــه په زړه بانـدې زخـمــونـه
ته خو لاړلې د تـور لحــد مــیلـمه شوي
اوس دي لــولــم مسنــجر کې میسجونه
نور قلـم پر اوښکو لوند شوې کاغذ لیکل نه شي کوی خپل قلم بیرته جیب کې ږدم او خپلې له اوښکو ډکې نـمجـنې سترګې پاکوم.!
