دالله د ذکر د اهميت په اړه د قران پاک ټينګاراود رسوالله صلی الله عليه وسلم څرګندونې:
[سُوۡ رَةُ البَقَرَة : 152]
فَاذْكُرُونِىٓ أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوا لِى وَلَا تَكْفُرُونِ
نو تاسي ما ياد کړئ، زه به تاسي ياد کړم، او زما شكر اداء کړئ ،د نعمت ناشكري مه كوئ.
[سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 35]
... وَالذّٰكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذّٰكِرٰتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا
او د الله ذکرکوونکو سړو او ذکر کوونکو ښځو لپاره الله تعالی بخښنه او لوی اجر او ثواب تيار کړی دی
همدارنګه پیغمبر صلی الله عليه وسلم فرمائی:
(مثل الذی يذکر ربه والذی لا يذکر ربه مثل الحی والميت)
هغه څوک چې د خپل رب ذکر کوي ،او هغه څوک چې د خپل رب ذکر نه کوي ،مثال يې د ژوندي او دمړي په شان دي.
يعنې د الله ذکرکوونکی د ژوندي حيثيت لري او نه ذکرکوونکی په شان ده مړي دی
همدارنګه هغه (ص) په يو بل حديث شريف کې دا شان فرمايي:
(من قرا حرفا من کتاب الله فله به حسنة،والحسنة بعشر امثالها ،لا اقول(الم)حرف؛ولکن:الف حرف،ولام حرف،وميم حرف)
چاچې د الله (ج)د کتاب (قران) نه يو حرف ولوستو ، نو هغه لپاره په دې کې يو نيکې ده، او يو نيکې لس چنده ثواب لري ،زه نه وايم چې (الم) يو حرف دی ، بلکه الف بيل حرف دی،او لام بيل حرف دی، او ميم بيل حرف دی .
يعنې د قران يو حرف لوستل يو نيکي لري چي دا نيکي بيا لس چنده اجر او ثواب لری نو صرف د الم په لوستلو سره دیرش نيکۍ ملاويږي نو څوک چې يو ایت يا رکوع يا يو سفاره تلاوت وکړي نو د هغه لپار به څومره ډيرې نيکۍ او ثوابونه وي .
يا الله ! !! ته موږ ته ستا د لويي بيانولو ،ذکر او ستا د پاک کتاب د زيات تلاوت(چې ستا په اذکاروکې غوره ذکر دی )توفيق راکړې!!
The emphasis of holy Qur'an and statements of the Prophet (peace be upon him)about the importance of remembrance of almigthy Allah :
[سورَةُ البَقَرَة: 152]
فَاذْكُرُونِى اذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوا لِي وَلَا تَكْفُرُونِ
So remember me, I will remember you, and give thanks to me, do not be ungrateful for the blessing.
[سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 35]
... وَالذّٰكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذّٰكِرٰتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا
And for the men who remember Allah and the women who remember Him, Allah has prepared forgiveness and a great reward
The Prophet (peace and blessings of Allaah be upon him) also said:
Those who remember their Lord, and those who do not remember their Lord, their example is like the living and the dead.
That is, the one who remembers Allah is alive and the one who does not remember Allah is dead
He also said in another hadith:
Whoever reads a letter from the Book of Allah (Qur'an) has a good deed in it, and a good deed has ten times the reward. I dont say that Alif laam meem(الم)is one letter;But Alif(الف) is apart letter, and Lam(ل) is also apart letter and the Mim(م)too.
.That is to say, reciting a letter of the Qur'an has a virtue which is ten times more rewarding So if some one recites a verse or Rokooh or chapter of holy Qruan so how much virtue and rewards He/she will get!! indeed he/she will get plenty of rewards
Oh! Allah! !! Give us the ability to remember and remind you !.also give us the ability to recite Your Holy Book (Al-Qur'an) alot !! because recitation is the best way to remember you!
Tariqaziz Sidiqi
Delete Comment
Are you sure that you want to delete this comment ?