حيرانوونکې قربانۍ !!!
یو بندي کیسه کوله چې شپږ کاله مې زندان کې تېر کړل، پس له شپږو کالو یوه ورځ عسکر راغی زما نوم یې واخیست چې فلانکیه ملاقات ته خپلوان درته راغلي دي، زه یقیناً ډېر خوشحاله شوم چې شپږو کلو کې لومړی ځل دی چې خپلوان وینم، په تیزۍ سره مې قدم اخیست، دا چې ځنځیرونه مې پښو کې و نو قدم یې تیزۍ ته نه پرېښود.
چې ګورم زړه مورکۍ مې ناسته ده یو کوچنی ورورک مې هم ورسره دی، خواته ورغلم غږ مې وکړ ادې ادې!!! غېږ یې رانه چارپېره کړه ډېر وخت یې غېږ کې ټینګ نيولی وم او په چیغو چیغو یې راته ژړل، نور مې غږ نشو کولای.
مور مې خاص ژړل غږېدلی نشوه، ورته ومې ویل مورې د ملاقات وخت کم دی خبرې راسره وکړه !...
مور مې خبرې شروع کړې څه خبرې څه ژړاګانې وې،
مور ته مې وویل چې یواځې څنګه دلته راغلې، ولې پلارجان مې چیرته و؟...
هغې راته وویل: هغه لیږ مریض و بل ځل به درته راشي،
دې وخت کې مې ماشوم ورورک راته وویل: لالا ته ماته کالي، جامې راوړې چې کور ته راځې؟...
ما ویل سمه ده درته دروړم یې، دې وخت کې يې غبرګ ځواب راکړ، هغه بل لالا هم راته ویل چې تاته اختر ته کالي دروړم خو رانغی د امریکایانو بمبار کې شـ.ـهـ.ـید شو؛ دې وخت کې مې له خولې یوه چيغه پورته شوه، مور ته مې وویل چې ورور مې څنګه شـ،ـهيـ،ـد شو؟...
هغې وویل: له تا وروسته ډېر وخت هغه هم کور ته رانغی څه وخت مخکې بمبار پرې وشو او شـ،ـهيـ،ـد شو.
د ورور له شـ.ـهـ.ـادت وروسته دې پلار هم وفات شو، زه سلګو واخیستم غږ مې له خولې نه ووت، دې وخت کې عسکر راغلل او لاسونه یې د مور مخ کې شاته راولچک کړل، پنجرې ته یې روان کړم، مور مې په سلګو او ژړا کې روانه شوه...
یادونه: دا نظام څه مفته نه دی راغلی، مـ،ـجاهـ،ـدينو حضراتو ته دا توصیه ده چې پام کوئ خیانت درنه ونه شي...