يوازيتوب د سرطان لامل کېږي
يوازيتوب او تنهايي د سرطان او ژرمړينې لامل کېداى شيد بي بي سي د راپور له مخې د امريکا د علومو ملي اکاډمۍ د څېړنو پايلې په گوته کوي، چې له ټولنې څخه يوازيتوب، د سرطان ډېرېدو ته لمن وهي، په دې څېړنوکې په گوته شوې ده، هغه موږکان چې يوازې او تنها به ساتل کېدل د هغو په پرتله چې په ډليزه توگه به اوسېدل ډېر ژر په سرطاني ناروغيو اخته کېدل.
د بېل پوهنتون څېړونکي وايي چې په دې موضوع سربېره محيطي او احساسي عوامل، هم د سرطان ناروغۍ په پيدا کېدو کې مرسته کوي. دا ډول دوى زياتوي، چې سګرېټ څکول، ډېرخوراک، شخړې او خپګان هم د سرطان د پيدا کېدو سببونه دي.
