نن مي داسي کسان هم وليدل چي پروپايل يې تور کړی وو او د اګست ۱۵ ئې پر ليکلي ول!!!
افسوس صد افسوس!!!
دغه ښاغلي ته دي وويل سي چي د اګست ۱۵ به خود ستا لپاره توره ورځ وي ځکه په دغه ورځ د هغه ظالمو چارواکو راج ختم سو:
چا چي د نيويارک او واشنګټن د دفاع په خاطر ۴۵۰۰۰ خپل عسکر په څلور کاله کي وژل.
چا چي افغانستان د واک او قدرت په بېلا بېلو جزيرو بدل کړی وو.
د چا چي د ارګ د ننه د فحاشۍ او عیاشۍ قصې د تواتر حد ته رسېدلې وې.
چا چي په مالي فساد کي د نړۍ په سطحه هر کال لومړی يا دوهم مقام حتماً خپلاوه.
چا چي پر لويو لارو د پوليسو په نامه هغه ليوان درولي ول چي پر شل افغانۍ ئې هم خلګ وويشتل.
چا چي زما د ښار تر لسو زرو ډېر ځوانان په رڼا ورځ اختطاف او په رېګو چخ کړل.
د چا د چاپو له وحشت څخه چي زما د ولسواليو او کليو ځوانانو په مياشتو مياشتو په دښتو او شېلو کي شپې تېرولې.
چاچي د خلګو ناموسونه او اولادونه د هغو په مخ کي په داسي حالت کي بې عزته کړل چي د ده لاسونه به ئې تړلي ول.
د اګست پنځلسمه به ولي ستا لپاره توره ورځ نه وي صاحبه؟!!!
ځکه په دغه ورځ د پروموټ په نامه د فحشاء د ترويج سیستماتيکه پروژه بنده سول.
د هغه کسانو دوکانداري ودرېده چي د رشوت په پيسو ئې شش محلونه جوړ کړل.
د فکري استعمار بلکي استحمار د دعوت اډې بندي سوې.
ستا لپاره به ولي دغه ورځ توره ورځ نه وي ځکه په دغه ورځ ستا له غاړي د صليبي یرغل د غلامۍ هغه طوق پورته سو چي ظاهراً ئې د زرو آب ور کړی وو.
استاد سيد احمد هائد.