ډاکټره نجلا الردادي ؛ سټينفورډ پوهنتون د نړۍ په کچه ۲٪ غوره سائنس پوهانو کې شامله کړله .
سيکولران او ملحدين د حجاب او ناپوهي ترمنځ ربط پيدا کولو لپاره د ديغت تر حالته رسیدلي.
بايد مسلمانان هم په دې قانع شي چې حجاب سره دنيوي تعليم ممکن دی ، د يوې زنانه لپاره په حجاب کې د دنيوي تعليم زمينه برابرول د پلار ، ورور او د اسلامي حکومت فريضه ده ......!
حوصله څنګه پيدا کړو!؟
ډېر خلک په عادي، خبره يو دم جذباتي شي، خپل احساسات کنترول نه شي کړاى؛ چې ډېر وخت خبره شخړو ته رسي.ژوند چې روان وي، ډېر به څه ګورئ.لوږه، تنده، ناروغي، خوشالي، غمونه... دا ټول ژوند سره تړلي شيان دي.ستونزې هر څوک لري.هڅه وکړئ ارام شئ او هره خبره په دقت وکړئ.کله چې قهر راشي؛ عقل مرور شي.جذباتو کې فيصله کول ډېر وخت په زيان تمامه وي.د نورو سره د زړه بد والي په وخت کې چغې مه وهئ، ارام اوسئ په ارامتيا ګټوونکي يئ.د مقابل لوري خبرې واورئ سوچ پرې وکړئ خپل فکر وکاروئ.ډېر کله لانجه د درېم کس څخه جوړه وي.زيات وخت ستاسو تر منځ نور خلک شيطانت کوي.لانجې درته ګوري يو ارام ژوند يې په تاسې نه لوريږي.په خپل سوچ باندې کارونه مخې ته يوسئ.که چا درته خبر در وړله ګڼ اړخونه په نظر کې ونيسئ.ژر فيصله کوونکي ژر ملامته کېږي.هڅه وکړئ استغفار ډېر ووايئ.خپل خوب ته پوره پاملرنه وکړئ.هغوى چې کم خوب کوي ذهني به نا ارام وي.تل به غصه او د نورو خپه وي.کمپيوتر، ټليفون،درس ويل، نورو برخو کې کار کول په اندازه کړئ.د حد نه زيات کار کول ستاسې په حوصلې پوره اغېزه کوي.تل کوشش وکړئ نورو ته په درنښت قايل شئ په هره قضيه کې انصاف کوونکي او حوصله کوونکي شئ.
کاپي
Anisa Syeda bint Youssef bin Yusuf Zaid
Delete Comment
Are you sure that you want to delete this comment ?