نوی غزل مې! درسره شیر یې کړئ
څه رمه وي او شپونکی، د غره لمنه غوندې ښکاري
د غره ډډه وي، کیږدۍ وي، یوه ونه غوندې ښکاري
لکه باز په آسمان ځغلي د لمر وړانګې په لاښونو
څه ناڅه مې د خوږمن زړه درملنه غوندې ښکاري
هر یو وصف، او د زړه غږونه لیکمه رالیکم
له هر پاڼې د شبنم څه خوځیدنه غوندې ښکاري
یو کمال دی چې ګویا شي د زړه مراندې مې شي سستې
په وجود مې مسلسله رپېدنه غوندې ښکاري
سر خوړلې زنده ګۍ ته مې بیا بیا شي امیدونه
په تخلیق د لایزال رب پیرزوینه غوندې ښکاري
چوپ آرام شمه او قات کړم کتابچه د یاداښتونو
هر څه ښکلي لکه ته زما وطنه غوندې ښکاري
په ګړدود کې وردګي لفظونه کاږي او را کاږي
د (وردګ) د فلسفو نه ګیله منه غوندې ښکاري
کرامت الله حلیمزی وردګ
تازه غزل مې درسره ولولئ او شریک کړئ!
خیالي دنیا به هسې خیال پاتې شي
تر څو به تا ته خپل جمال پاتې شي
مه ځه چې ساه مې هسې هم روانه
که د ښایست دې څه کمال پاتې شي
د شپون شپیلۍ وي، د ملا آذان وي
د کلي رنګ هسې مثال پاتې شي
له زړګي کرکه او خپګان وباسم
د بیلتون زهر مالامال پاتې شي
د زړه کتاب یې په سرو کرښو لیکي
هره وعده په قیل و قال پاتې شي
”وردګه“ خوب لرې که نه یې لرې
چې کرۍ شپه دې بل مشال پاتې شي
As social media manager, I am glad to see such Afghan product. <br>Due to my national sense, I would use and support this application all the time INSHALLAH.