Malgari Logo
    • Advanced Search
  • Guest
    • Login
    • Register
    • Night mode
Abdul Rauf fani Cover Image
User Image
Drag to reposition cover
Abdul Rauf fani Profile Picture
Abdul Rauf fani
  • Timeline
  • Groups
  • Likes
  • Following
  • Followers
  • Photos
  • Videos
Abdul Rauf fani profile picture
Abdul Rauf fani
44 w

په دې ليکنه کې د هر انسان لپاره مهم درس پروت دى!

وړاندې کوونکې:ارمان🫶🇦🇫
_________________________

د یو استرالیايي میلیاردر ځوان د ژوند کیسه درته کوم چې جالب داستان لري. د دې ځوان په اړه ګڼې ویډیوګانې په یوټوب کې شته چې دده د نوم په لټولو یې موندلی شئ. ما یې هم په اړه یوه ویډيو کړې چې لسګونه زره خلکو کتلې. د هغې د ژوند کیسه داسې ده:

دا ځوان علي بنات نومېږي. له مالي اړخه د علي بنات ژوند بریالی و، د دنیا تر ډېرو یې هوسا ژوند درلود خو د ژوند په وروستیو کې په سرطان ناروغۍ اخته شو.

په یوه ویډیويي مرکه کې یو عالم له ده پوښتنه کوي:

اوس د ژوند کوم پړاو ته رسېدلی یې او څه درسره شوي؟

علي بنات یې په ځواب کې وایي: د ژوند په دې برخه کې الله پاک ماته ډالۍ راکړه، الحمدلله زه یې په ټول بدن کې د سرطان په ډالۍ و نازولم، له دې وروسته مې پرېکړه وکړه چې خپل ژوند بدل کړم او ټول ژوند غریبانو سره مرستې کولو ته وقف کړم.

پوښتنه: ولې سرطان ناروغي ډالۍ ګڼې؟

علي بنات: الحمدلله! ډالۍ ځکه ده چې الله تعالی موقع راکړه چې ځان بدل کړم.

پوښتنه: سرطان دې سترګې د څه په اړه پرانیستې؟

علي بنات: سبحان الله، په ژوند کې هر څه ته ان ډېرو عادي شیانو لکه د پاکې هوا تنفس کولو ته مې سترګې پرانیستل شوې.

علي بنات ته ډاکترانو ویلي وو چې یوازې اووه میاشتې به ژوندی پاتې کېږي.

ددې خبر په اورېدو ښاغلي بنات خپل بریالی تجارت پرېښود او ژوند ته یې بیا کتنه وکړه، هر څه ورته بدلېدونکي ښکارېدل.

هغه چې کله په خپلې ناروغۍ خبر کړای شو، په غبرګون کې یې خپل قېمتي ګاډي نه لاس واخیست. ښکلي او قیمتي ساعتونه او ان جامې یې بېوځله هېوادونو ته یوړې او پر خلکو باندې یې ووېشلې. هغه په مرکه کې وايي: الحمدلله ما غوښتل دا دنیا په داسې حالت کې پرېږدم چې هېڅ شی رانه پاتې نه وي.

نوموړي له عیش او عشرت څخه ډک ژوند درلود، له الماسو جوړ لاس بند یې ۶۰ زره ډالر ارزښت درلود. لاسي ګړۍ یې د ۱۳۰۰ ډالرو وه او یوازې د حمام څپلۍ یې په ۷۰۰ ډالرو اخیستې وې.

علي ناڅاپه د دنیا خوندونه پرېښودل او د فاني نړۍ په اړه یې سترګې پرانیستې. ده په مرکه کې وویل چې د ګاډي ارزښت یې ۶ لکه ډالره و، خو وروسته له دې چې بدل شو ددې ګاډي په اړه یې ویلي و:

د دغه ګاډي قیمت د حمام هغو څپلیو ته نه رسي چې افریقايي غریب ماشوم ته مې ډالۍ کړې، په الله تعالی قسم ماته د هغه افریقايي ماشوم خندا د دې ګاډي په اندازه ارزښت لري.

علي خپل ټول شته د فقیرانو په خدمت کې کړل، افریقا ته له تګ وروسته یې «د مسلم ارونډ د ورلډ» په نوم خیریه بنسټ جوړ کړ، له دې لارې به یې غریبو هېوادو کې جوماتونه او مدرسې جوړولې.

که څه هم ډاکترانو علي ته د ژوند اووه میاشتې وخت ښودلی و، خو الله تعالی ورته د شاوخوا درې کالو ژوند کولو موقع ورکړه.

په دې موده کې نوموړي ګڼ نیک کارونه وکړل، خو بالاخره یې ژوند پای ته ورسېده او علي بنات د ۲۰۱۸ کال د مې میاشت په ۲۹مه نیټه د اسټرالیا په سیډني ښار کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. میلیاردر علي بنات د خپل ژوند په وروستیو کې د پند اخیستو لپاره له خپلې مړینې مخکې خکلو ته یو ويډیویي پیغام ثبت کړی و چې دده له وفات وروسته په خواله رسنیو کې خپور شو.

نوموړي په دې ویډیو کې دا څرګندونې کړي دي:

لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ، الحمدلله زه نور له دې دنیا لاړم، زه خویندو او وروڼو ته یو پیغام لرم، تاسو وکتل چې ما په دې دنیا هرڅه درلودل ګاډي، پیسې او نور، د ناروغۍ پر وخت به ماته خلکو پیغامونه را استول چې وروره تا ځان ته جنت یقیني کړی دی. ته به جنت ته ځې، دوی به ویل وروره! تا د ټولنې او امت لپاره ډېر څه وکړل، سبحان الله، دا د یو کوچني او ساده نعمت ارزښت نه لري چې الله تعالی موږ ته ددې وړتیا راکړې چې سهار له خوبه راپاڅې او تر حمامه په خپلو پښو لاړ شې. دا هغه څه دي چې ورو، ورو ما له لاسه ورکړل، الحمدلله ډېر کم کسان د ژوند په وروستیو کې داسې چانس ترلاسه کوي چې وپوهېږي څه وخت مړه کېږي. ځينې کسان بیا ناڅاپه خپل ژوند له لاسه ورکوي، تاسو لیدلي چې یو شمېر کسان د شپې په نڅاخونو یا نایټ کلبونو کې ناڅاپه راوغورځیږي او مړ شي، نور بیا په بېلا بېلو ځایونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. هڅه وکړئ چې په خپل ژوند کې یو هدف ولرئ، پلان جوړ کړئ او پروژې پلې کړئ، یو څه وکړئ په الله قسم د قیامت په ورځ به درسره یوازې همدا مرسته وکړي، هغو خویندو او وروڼو ته چې لاهم ژوندي دي زما نصیحت دا دی چې د ژوند بڼه ډېر ژر ژر بدلېږي. موږ تر دې چې ډېر د اسلام ښودانې ومنو؛ په خپلو خواهشانو کې غرق یوو. زه د ډېرو خلکو لیدو ته ورغلی یم خو چې کله ناروغ وم له دوبۍ، برېتانیا او نورو ځايونو خلک یوازې زما پوښتنې ته راتلل، همدا د الله تعالی لپاره مینه ده. هغوی چې ناروغ دي؛ خفه دي او یا ځورېږي، دوی ته وایم چې اندېښنه مه کوئ، ځکه الله تعالی به تاسو ته داسې کسان در ولېږي چې تاسو یې تمه نه درلوده، پر الله تعالی توکل وکړئ. تاسو ټولو ته مې بل پیغام دا دی چې که یو، دوه یا درېیو کسانو سره مرسته وکړئ یا مو دوی متأثره کړل چې یو څه وکړي، په یاد ولرئ چې په قبر کې به درسره همدا مرسته وکړي او د هر څه بدله به درکړل شي.
ارمان🫶🇦🇫#[6342] Rauf fani

Like
Comment
Share
Abdul Rauf fani profile picture
Abdul Rauf fani changed his profile picture
44 w

image
Like
Comment
Share
 Load more posts
    Info
  • 2 posts

  • Male
  • Working at متعلم
  • Studying at شهید محمد اشرف عالی لیسه

About

دژوند اخرنۍ نتیجه یوازې دخپلو اعمالو سره تګ دی؛ شتمني همدلته پاتې کېږي.

    Albums 
    (0)
    Following 
    (61)
  • Haji Sardar
    Rafiullah Faizi
    Mujahid Hanif
    Muneer Khan Bawar
    سراج احمد
    Pahtan Siaab
    Mohammad Ashraf Hassani
    Mohammad Momand
    Nazia Jan
    Followers 
    (10)
  • Azeemullah Ghazi
    Abdul Qayoom Rastman
    Sibgat Ullah safi
    Sharifullah Dawalatzai
    Abdollah malaki Abdullah
    Sirajuddin Israrzai
    Tayyeb Alikhil Alikhil
    منصور مجاهد
    M.A.U. Hamasi
    Likes 
    (0)
    Groups 
    (0)

© 2023 Malgari

Language

  • About
  • Blog
  • Contact Us
  • Developers
  • More
    • Privacy Policy
    • Terms of Use
    • Request a Refund

Unfriend

Are you sure you want to unfriend?

Report this User

Important!

Are you sure that you want to remove this member from your family?

You have poked 6902400b2

New member was successfully added to your family list!

Crop your avatar

avatar

© 2023 Malgari

  • Home
  • About
  • Contact Us
  • Privacy Policy
  • Terms of Use
  • Request a Refund
  • Blog
  • Developers
  • Language

© 2023 Malgari

  • Home
  • About
  • Contact Us
  • Privacy Policy
  • Terms of Use
  • Request a Refund
  • Blog
  • Developers
  • Language

Comment reported successfully.

Post was successfully added to your timeline!

You have reached your limit of 5000 friends!

File size error: The file exceeds allowed the limit (92 MB) and can not be uploaded.

Your video is being processed, We’ll let you know when it's ready to view.

Unable to upload a file: This file type is not supported.

We have detected some adult content on the image you uploaded, therefore we have declined your upload process.

Share post on a group

Share to a page

Share to user

Your post was submitted, we will review your content soon.

To upload images, videos, and audio files, you have to upgrade to pro member. Upgrade To Pro

Edit Offer

0%

Add tier








Select an image
Delete your tier
Are you sure you want to delete this tier?

Reviews

Pay By Wallet

Delete your address

Are you sure you want to delete this address?

Payment Alert

You are about to purchase the items, do you want to proceed?
Request a Refund

Language

  • Arabic
  • Bengali
  • Chinese
  • Croatian
  • Danish
  • Dutch
  • English
  • Filipino
  • French
  • German
  • Hebrew
  • Hindi
  • Indonesian
  • Italian
  • Japanese
  • Korean
  • Persian
  • Portuguese
  • Russian
  • Spanish
  • Swedish
  • Turkish
  • Urdu
  • Vietnamese