هوښیار مه ګڼه هوښیار د دې دنیا
بې وقوف دی وقوف دار د دې دنیا
رښنایي په هغو زړونو ده حرامه
چې پرې کښیني ګرد غبار د دې دنیا
همیشه به بې وقوف او بې شعور وي
چی مخمور وي په خمار د دې دنیا
د شرابو هم لا هومره مستي نه وي
لکه مست وي خمر خوار د دې دنیا
هر بیمار لره دارو په جهان شته دي
دارو نه لري بیمار د دې دنیا
ګرفتار یې همیشه په غم کښې ډوب وي
هیڅوک مه شه ګرفتار د دې دنیا
زوی او لوڼه یتیمان کا دوی ترې درومي
بې وفا دي مور او پلار د دې دنیا
همیشه به یې یو پنډ د غم په سر وي
چې په سر یې وي دستار د دې دنیا
همګي واړه ټګان دي ټګي کاندي
فروشنده او خریدار د دې دنیا
چی ویریږي د کوهي او له ګړنګه
هغه نه درومي په لار د دې دنیا
چې پیدا شي همګي واړه پنا شي
راشه وګوره ناتار د دې دنیا
په یوه ګړۍ بهار وي بیا خزان شي
بقا نه لري بهار د دې دنیا
که هزار هزار پشتۍ ورته ته کیږدې
بی بنیاده دی دیوار د دې دنیا
برابر به له ګدایه سره پاڅي
شهزاده او شهریار د دې دنیا
یو فساد به یې بیان په رحمان نه شي
فسادونه دي بیسیار د دې دنیا
رڼاګانې مې د ستړي ژوند مفهوم دي، چې بې جلوې مې چیرته وګورې نو پوه شه چې بې سا یم