د ابوجهل قاتل او زرنج😜
د خندا ډکه کيسه:
یو مکتب کې د ښوونکي په توګه په دنده مقرر شوم، په اوله ورځ چې ټولګي ته ننوتم، له زده کوونکو مې پوښتنه وکړه:
ابو جهل چا وژلی 🤔
اول زده کوونکي وويل ما نه دی وژلی.
دویم زده کوونکي وويل زه پرون غير حاضر وم.
دريم زده کوونکي وويل ما تر اوسه مېږی نه دی وژلی ته راباندې سړی وژنې😋
د مکتب مدير مې ټولګي ته راوغوښت چي دا دې څه شنه راټول کړي، يو هم په ځواب نه پوهيږي ؟
وایي ولې؟
بيا مې له سره ټولو زده کوونکو څخه پوښتنه وکړه او ټولو راته هم هاغه ځواب راکړ.
مدیر لږ داسې څنګ ته کړم راته وایي
ته يقيني يې چي د ابو جهل قاتل همدې ټولګي کې دی؟
د مدیر خبره مې چې واوريده بيخي مې مکتب پريښود، اوس شین زرنج چلوم!😅😂🌾🏔️⛰️
Cop