اسلامي اُمت څلور قسمه ځوانان لري:
① هغه ځوانان دي، چې د بې دينۍ، فحشاء او د عياشي آرمانونه ڪوي، دوی ته غربیت ښه او اسلام ورته پخوانی او د تکلیفونو دين ښکاري، خو دوی بيا هم د شرمه مسلمانان دي؛
دا هغه ځوانان دي چې کفار يې د کاغذ تشناب په څېر کاروي..!!
② هغه ځوانان دي چې چا پوه ڪړي نه وي، جهاد او د اسلامي اخوت انځور ورته ناسم وړاندې شوی وي، خو بيا هم خپل لمونځ او اودس ڪوي او اسلام سره مينه هم لري، کله نا کله ترې ګناه وشي نو پرې خپه ڪېږي هم، دوی د اسلام د حاڪميت په فکر ڪې نه وي، بس ښه موټر، ښه کالي، چکرې، بنډارونه، اشو مستيانې د دوی خوښېږي..!!
③ هغه ځوانان دي چې بس دعوت او تبلیغ ښه شی بولي، حلال روزګار ڪوي، خپل لمونځ، اودس، مطالعه او چېرته چې ښه کاروبار ورته پيدا شي ڪوي يې، بس ژوند تېروي..!!
④ آخري قسم ځوانان ډېر عجيب دي..!!، دوی همېشه د اسلام د حاڪميت لپاره فکر مند وي؛
دوی د دنيا خوندونه پېژني خو ڪوي يې نه؛
دوی په هر څه پوهېږي، خو بيا يې هم ځان خاموشه ڪړی وي؛
دوی باندې مختلف قسمه سختۍ راځي، په مختلفو نومونو بدنام شي، مختلف تکاليف تېروي؛
د کفارو په هر چال او دسيسه پوهېږي، خو خلکو ته ساده او ناپوهه ښکاري؛
ډېر با اخلاقه او تقوی دار وي؛
د لوړ عزم خاوندان وي؛
د ژوند خوشحالۍ يې ډېرې ڪمې وي؛
دا خلك په احاديثو ڪې د ﴿غرباؤ﴾ په نوم ياد شوي دي،
دوی چې کله هم سر را پورته ڪړي؛ بس د کفر پرې نظر شي..!!
اوس نو...
پاس اول دوه قسمه ځوانان په اُمت بوج دي، دوی په هره زمانه ڪې د منافقينو ڪردار ادا ڪوي، د دوی څه عزت او اعزاز په تاريخ ڪې هم نشته، دوی سپك خلك دي.
دا دريم قسم ځوانان هم ښه دي، اُمت ته يې کله نا کله مالي يا دعوتي فايده رسېږي.
دا آخري قسم ځوانان چې کله ډېر وو؛ په اکثريت د دنيا د اسلام حاڪميت وو، د اُمت اکثره علماءکرام هم دغه خلك وو، او اوس وخت ڪې ډېر ڪم دي، ځکه چې دنيا پرې تنګه ده، د هجرت شپې سبا ڪوي او بس..!!
رب العالمین دې پرې رحم وڪړي، د دوی دا ڪم ټولی دې الله-ﷻ- زیات ڪړي، واقعاً چې عجیب ځوانان دي..!!
د ننني عصر ځوانه..!! اوس نو ته په خپل ځان ڪې سوچ او فکر وڪړه، چې د پورتنیو ڪوم ډول ځوانانو په قطار ڪې ته ولاړ یې..!؟
