د امام بخاري یوه نادره کیسه:
امام بخاري رحمه الله د حدیثو د زده کړي لپاره د بحر له لاري کښتۍ کي په سفر روان وو، له ده سره زر دیناره په یوه کڅوره کي پراته وو، د کښتۍ له عملې یو کس له ده سره شناخته سو، دې کس له ده سره زیاته مینه کوله او د ده به یې خورا زیات خدمت کاوه او له ده سره به یې مجلسونه او بانډارونه کول، دې مجلسونو کي یوه ورځ امام بخاري رحمه الله د خپلو زرو دینارو هم ورته وویل چي ورسره دي.
یو سهار د امام بخاري دا د څو ورځو ملګری چي سهار راپاڅید نو په چیغو او نارو سورو یې پیل وکړ، بد حال یې جوړ کړ، جامې یې څیرلي او سخت پریاد یې کاوه، خلک ورټول سول او ویې پوښتئ، ده ورته وویل: یوه کڅوړه کي مي زر دیناره راسره لرل هغه ورک سوي او چا را څخه غلا کړي دي، خلکو د کښتۍ د سپرلیو پلټنه او تلاشي پیل کړه، دې وخت کي امام بخاري رحمه الله خپل زر دیناره اوبو ته وغورځول، کله چي د تلاشي خلک ورته راورسېدل ده سره یې هم هیڅ شی ونه وموندل. خلکو چي تلاشي مکمله کړه او هیڅ یې پیدا نه کړل هغه سړی یې سخت سپک او ورټی.
کله چي کښتۍ خپل ځای ته ورسېدله او خلک تا سول هغه سړي له امام بخاري رحمه الله څخه پوښتنه وکړه چي هغه د زرو دینارو کڅوړه دي څه کړله؟! ده ورته وویل: هغه مي بحر ته وغورځوله، سړي ورته وویل: د دومره مال په ضایع کېدلو او له لاسه وتلو څنګه صبر کوې؟!! امام ورته وویل: جاهله! ما ټول ژوند د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیثو په جمعه کولو کي تېر کړی دئ، ټول خلک پر ما باور کوي، زه یې په ثقه توب او کره توب سره منلی یم، نو دا درنه پانګه ( الثقة والعدالة) د څو دینارونو د غلا په تور ولي ضایع کړم.
(سيرة الإمام البخاري لـ عبد السلام المبارکفوري ج 1 ،ص 122-123)
#امام_بخاري
#ت۲۰۱۷
Hamid Afghan
Ain Uddin
Delete Comment
Are you sure that you want to delete this comment ?