د ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:
د اسلام بنسټ په پنځوو اساساتو(ستنو)ايښودل شوی:
۱: د دې ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته او محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی.
۲: لمونځ د ټولو شرطونو او ادابو سره اداء کول.
۳: زکات ورکول.
۴: حج کول
۵: درمضان روژې نیول.
صحيح بخاري