د روژې فرضيت الله عزوجل په دوه کلمو باندې بيان کړ چې يوه د {کُتِبَ} کلمه او بله د {فَمَن شَهِدَ مِنکُمُ الشَّهرَ فَليَصُمهُ} کلمه ده. په اولې کلمې سره په هر مسلمان باندې -په هر ځای کې چې وي- د روژې نيول فرض دي، برابره خبره ده چې هلته د رمضان میاشت پټېږي او ښکاره کېږي؛ لکه: د استوا د خط شاوخوا، او که نيمايي کال ښکاره وي او نيمايي کال پټه وي؛ لکه: په شمال قطب او جنوب قطب کې.
اما په دويمه کلمه باندې فرضيت صرف هغو خلکو ته دوهم ځل بيا ذکر شوى دی چې هغوی د مياشتې د راختلو او لوېدلو څخه استفاده کولی شي.
سبحان الله!  الله عزوجل څومره لوی حکيم دی! که یوازې په اوله کلمه باندې يې بسنه کړې وی، نو د مياشتې د طلوع او غروب ګټه به دمنځه تللې وی، او که صرف په دوهمه کلمه باندې يې اکتفاء کړې وی؛ نو د قطبونو په اوسېدونکو باندې به روژه نه وی فرض شوې.
عزيز التفاسير: ١/٤٠٣

image

...که روژه په چا باندې ډېر فشار راوړي او ډېره ورته سخته وي او دا اميد هم ونه لري چې يو وخت به ورته اسانه شي -لکه چې په مريض او مسافر باندې د دغسې وخت د راتللو امکان شته- نو هغوی دې صرف فديه ورکړي، قضائي هم ورباندې نشته، لکه:
الف: څوک چې ډېر زوړ بوډا او يا زړه بوډۍ وي، دوی دواړه د بيرته ځوانۍ اميد نه لري.
ب: او يا داسې مريض وي چې هغه د جوړېدو اميد ونه لري، طولاني او دائمي مريض وي.
عزيز التفاسير : ١/٣٩٨ (د البقرة:١٨٤ آيت د تفسير نه)

image

که څه هم مسافر ته روژه نيول او نه نیول دواړه جائز دي، په دواړو خواوو کې ډېر احاديث روايت شوي دي، مګر د احنافو په مذهب کې؛ که روژې ورته مشکلات نه پېښول نو نیول يې بهتر دي او که مشکلات يې ورته پېښول نو خوړل يې بهتر دي.
یوه ورځ نبي کریم صلی الله علیه وسلم یو سړی په سفر کې ولید چې سیوری ورباندې کړل شوى دی (روژې وارخطا کړی و)، نو پوښتنه يې وکړه چې دا ولې؟ هغوی وویلې چې روژه يې نيولې ده. نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په سفر کې روژه نيول د کامل اطاعت څخه نه ګڼل کېږي.  چې دومره سړی ورخطا کوي نو نه دې يې نيسي او د رخصت څخه دې استفاده وکړي.
عزيز التفاسير : ۳۹۸/۱ (د البقرة:۱۸۳ او ١٨٤ آيت د تفسير نه)

image

سختو بوډا ګانو او مزمنو مریضانو ته د روژې خوړل جائز دي، خو د هرې يوې روژې په مقابل کې به یو مسکین ته څه خوراک ورکوي، چې د امام ابو حنیفه رحمة الله عليه په نزد باندې نصف صاع (نیمه پيمانه) غنم دي. دا مقدار د افغانستان په تيږه؛ خورد کم یو چارک کېږي چې د نولس سوه ګرامو (1900gr) څخه عبارت دی، نو که ددغه مقدار غنمو قیمت ورکړی شي؛ هم څه باک يې نشته او صحت لري.
عزيزالتفاسير: ١/٣٩٦ (د البقرة:١٨٤ آيت د تفسير نه)

image

البراء بن عازب رضي الله عنه وايي چې د احزابو د غزا په ورځ ما نبي کريم صلی الله علیه وسلم ولید چې (د خندق د کنودلو) خاورې یې انتقالولې حال دا چې خاورو يې د مبارکې ګېډې سپين والی پټ کړی (او خړ پړ يې ګرځولی و).
د خندق د کنودلو په وخت کې نبي کريم صلی الله علیه وسلم د عبدالله بن رواحه لاندې اشعار لوستل چې:
اللهم لو لا أنت ما اهتدينا ولا تصدقنا ولا صلينا
فأنزلن السکينة علینا وثبت الأقدام ان لاقینا
إن الأولى قد بغوا عينا وإن أرادوا فتنة أبينا
ياني: ای الله! که ستا فضل نه وی نو مونږ به نه هدایت موندلی وی او نه به مو صدقه ورکړی وي او نه به مو لمونځ کړی وی. نو ته په مونږ باندې ضرور سکینه او ډاډ راکښته کړه او که د دښمن سره ملاقي شوو نو پښې مو کلکې کړه، چې ونه تښتو. يقينا دغو کفارو بېشکه په مونږ باندې بغاوت کړی دی، او چې دوی د فتنې اراده لري نو مونږ يې منعه کوو ( مونږ يې ورسره نه منو).
عزيز التفاسير : ١٠/٢٤ ( د الأحزاب:٩،١٠،١١ آيتونو د تفسير نه)

About

دا تفسیر مولوی سلطان عزيز عزيز (رحمه الله) ليکلی دی، په پښتو ژبه کې د قران کريم يو هر اړخيز او مفصل تفسیر ګڼل کيږي، چې د ديارلسو ټوکونو او نږدي اوه نيم زره مخونو درلودونکی دی او له ۱۴۷معتبرو علمي سرچينو نه په کې استفاده شوی. د آیتونو تفسیر يې د احاديثو او آثارو په رڼا کې کړی او له اسرائیلیاتو او کمزورو خبرو څخه يې ډډه کړې. <br> <br>په ترجمې او تفسير سربيره، د لوستونکو د پوهې مختلفو کچو په پام سره، ځای په ځای عقيدوي او فقهي احکام، د نزول اسباب، د کليمو لغوي او اصطلاحي معناګانې، صرفي او نحوي تحليلونه، عبرتناکي کیسي، د قران په رڼا کې په مختلفو معاصرو پيښو تبصري او د افغاني ټولني ځينو ستونزو ته کتنې هم له ځان سره لري.