*هرات کې نیږدې ۵۵۰ تنه پولیس فارغ شول
د لویدیځ زون د پولیسو له ښوونیز او روزنیر مرکز څخه نن پنجشنبه ۵۵۰ تنه مجاهدین له دوه میاشتینیو مسلکي زدکړو وروسته فارغ او د بریلیکونو په اخیستلو سره ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
د یادونې وړ ده چې نن ورځ د میدان وردګو روزنیز مرکز څخه ۵۰۴ تنه او تېرو څو ورځو کې د هلمند روزنیز مرکز څخه ۳۰۰ تنه، کندز کې ۴۶۲ تنه او د ننګرهار پولیسو له روزنیز مرکزه ۴۲۰ تنه مجاهدین فارغ شول.
د تورخم سرحدي پولیسو یو تن د ۲۰ زره امریکایي ډالرو د قاچاق په تړاو نیولی.
د کورنیو چارو وزارت اړوند د سرحدي پولیسو لوی ریاست منسوبینو د تورخم په پوله یو تن د پلټنې او تلاشۍ پر مهال په داسې حال کې نیولی چې په پخپلو چپلو کې یې ۲۰ زره امریکایي ډالر په خورا مهارت ځای پرځای کړي و او غوښتل یې چې په ناقانونه ډؤل یې ګاونډي هیواد ته انتقال کړي.
د یادولو ده چې تردې وړاندې هم د هیواد په بېلابېلو سرحدي پولو په غیرقانوني توګه د پیسو انتقالوونکي نیول شوي.
د میدان وردګو ولایت د پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۵۰۴ تنو مجاهدینو له دوه میاشتینیو مسلکي او عقیدتي زدکړو وروسته د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
یادو مراسمو کې چې د فراغت په پار د یوې غونډې په ترڅ کې چمتو شوي و د کورنیو چارو وزارت د اداري معینیت د دفتر رئیس شیخ محمدطاهر حلیم، د یاد وزارت د ښوونې او روزنې عمومي قوماندان مولوي محمدامین جان فتح الله، د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان او د ټولګټو وزارت مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح هم ګډون کړی و.
د هلمند ولایت له روزنیز مرکز څخه ۳۰۰ تنه د پولیسو ځواکونه له مسلکي او عقیده تي زده کړو وروسته فارغ شول
هغه غونډه چې د یاد مرکز قومندان او نورو ملکي او نظامي چارواکو په ګډون د یاد مرکز په اډانه کې جوړه شوې وه، ۳۰۰ تنه د هلمند او نیمروز د پولیسو منسوبین د دوه میاشتو مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.
فارغ شویو منسوبینو ډاډ څرګند کړ چې په هر ډول حالاتو کې د خلکو او نظام خدمت کوي او له هیڅ راز هلو ځلو ډډه نکوي.
غونډه د ورزشي حرکتونو او د فراغت پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسیده.