د افغانستان غږ Cover Image
د افغانستان غږ Profile Picture
د افغانستان غږ
@DaAfghanistanGhag
25 people like this
0705644846

که دا کابل نیول آشنا د ماشومانو کار وای
یا هم د سپیو زورورو یا لیوانو کار وای
اوس به روسانو خراسان کې حکومت کولو
موږ به په رام رام د غویانو عبادت کولو
خو نه!

زموږ کابل دی زموږ په وینو بل کیدلی نشي
د سپي په خوله باندې ټول سیند مرداریدلی نشی

image

(۞ بسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَنِ ٱلرَّحِيمِ ۞)

اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞َ
و عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞
كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهيمَ ۞
وَ عَلَى آلَ إِبْرَاهِيمَ ۞
إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ ۞

اَللَّهُمَّ بَارِكَ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞
وَ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞
كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إبرَاهِيمَ ۞
وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهَيمَ ۞
إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ ۞
💐💐💐💐👈#درود_پر_ستر_لارښود 👉💐💐💐💐

ځینې خبریالان د خبریالۍ په ځای مضریت کړي داسې ډګ ډک کېږي ته به وایې د کومې جبهې ویاند دی.
دغه خبریال صیب ته وایم یا د نظام منتقد ځان وبوله یا سمه بې طرفه خبریالي وکړه اوس که داسې اوتې بوتې وایې هغه سند چې کوم پوهنتون درکړی هغه ته او دغه سپیڅلې دندې ته سپکاوی دی د تا شهرت، ایمانداري او صداقت ټول تر پوښتنه لاندې راځي. که زما نه منې له هغه استاد دې پوښتنه وکړه چا چې څلور کاله درس درکړی.

په دې اړه وردک داود صیب هم لاندې نظر څرګند کړی:

داسې ښکاري چې يوه مشخصه ډله هره ورځ د اذهانو د مشوش کولو لپاره کار کوي.
يو چې ختم شي بيا بل اچوي.
...
څو ورځې مخکې د ډبرو سکاره و.
پرون د واخان مسأله راپورته شوه.
نن چې په تاشکند کې د هيواد په اړه نړيواله غونډه کېږي په ايران کې يې د افغان بنديانو د اعدام مساله راپورته کړه.
افغانستان تر هغه څه ښه روان دی چې اټکل يې کيدلو.
د افغانستان شرايطو ته په کتو په محلي توګه د ښځو تعليم د تشويش وړ مساله ده کوندې حل شي.
په نړيواله توګه بيا د نړيوالو پريکون دی چې تر ډېره پر نورو اړه لري.

image

لروبر، ذغال سنګ، واخان که نه ختمیدونکې تبلیغاتي جنګ !
مسلمانه وروره !
نن سبا رسنیز جنګ روان دی ښه په اسانه تورسپین او سپین درته توروي. ښه به مو یاد وي د هیواد په ټولو سرحدونو تګ راتګ ازاد و افغان قام په ازاده تجارت کولو ، ډیورنډ لاین یو خیالي پوله وه ، خو په تاسف سره هغه خیالي پوله تیری حکومتولۍ په حقیقت سره رسمي سرحد ومانه، ددوي په توافق سرحدونو کې دنګې دنګې قوي قوي دروازې جوړې شوی ، بیا د سپین سترګۍ دې حالت ته وګوره چې د دغو دوازو پرانیست غونډې کې د ننګرهار والي په شمول کابل څخه هم لوړپوړي چارواکي راغلي وو دوي د هغې افتتاحي لوحې مخې ته ودریدل چې غاټ غاټ یې ورباندې لیکلي و (پاک افغان باب) یعني خلاصه دا چې په رسمي توګه د دوو قومونو د بیلتون ډبره کیښودل شوه .
کیسه مخکې ځي : د افغانستان په تاریخ کې د یوې ادارې مخې ته په ښکاره ډول د لرو بر په بارډر باندې پایې او ازغن تار پیلیږي (ړومبی خو ولس په دې تمه وو چې له کابل څخه به ددې جبر په وړاندې سیاسي او نظامي غبرګون راشي ) دا ډیره د اندیښنې خبره وه چې: غبرګون خو چا په خوب کې هم ونه لېده بلکه هغه مات ګډ غبرګون چې د قامونو یا د سرحدي کومندانانو وو هغه یې هم قلار کړ ان تر دې چې بعضې کومندانان یې د خودسرانه غبرګون په سر له دندو هم ګوښه کړل (موږ دا هر څه ولیدل تاریخ به هیڅکله دوي ونه بښي نن چې دا په تورخم بولدک او نورو لارو باندې زموږ د خویندو میندو بې عزتي روانه ده ددې اصلي مسولین تیره اداره ده )
نوټ: زموږ بعضې وروڼه وايي چې هغه وخت مو هیواد لا دومره پیاوړې نه و موږ مجبوره و چې هرڅه ومنو!
نه نه وروره داخبره ځکه ناسمه ده چې له دوي نه مخکې کرزي وخت کې چې اداره له تاسو سل برخې زیاته ضعیفه وه ولې د همسایه هیواد لخوا دغه ډول خوځښتونه موږ ونه لېدل ؟ له هغه مخکې د طال .. اداره وه چې ستاسو له قوله له ټولو ضعیفه وه ولې هغه مهال دا کارونه ونشول ؟
خلاصه دا چې وروره :
هغه وخت دومره ستر ستر جنایتونه دوي وکړل خوبیا یې هم درنه تبلیغاتي جنګ وګاټه هیچا په دوي نه کومه ټاپه ووهله او نه هم دوي پنجابیان شول ، دلته یو قوي تبلیغاتي جنګ روان دی ، کله انځورونه ډیزاین کړي درته وايي پاڅون وکړه ، کله ذغال سنګ درته مخته کړي هغه توپ یې چې خطاء لاړ بیا درته د واخان په څیر ګیم راجوړ کړي .
خلص همدا اوس هم د پروپیګانډ او تبلیغاتو لپاره قوي قوي ټیمونه ناست دي هر سهار یوه نوی کېسه درته راشیندي خو موږ تاسو باید بیداره اوسو دا د واخان کیسه په اصل کې داسې ده : کوم یوټوبر په شخصي چینل یوه ویډيو جوړه کړی چې موږ دې باید له کابل څخه په لنډو تاجکستان ته راهداري ترلاسه کړو درحالیکه دا هیڅ کومه رسمي منبع هم نه ده خو بس د بې ځایه تبلیغاتو طوفان خو ګوري ؟ چې څه څه نه وايي ؟
زما غوښتنه له بعضو مخلصو وطندوستانو څخه ده چې هغوي هم ددې تبلیغاتو ښکار شي هیڅکله هم باید موږ په اوریدلې خبره باور او مخکې رسول ونکړو حدیث کې دا دیو درغجن نفر صفت ښودل شوی دی تاسو به دا هم وویني چې ان شاء الله دا تبلیغاتي توغندې به هم درته خطاء شي .
درنښت

ابو خالد

‏‎#عاجل_مهم
نن د جلال آباد ښار څلورمې حوزې مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې درې تنه خوارج وژ،ل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون چې بهرني اتباع هم په کې شامل دي ۱۶ تنه نیول شوي دي.‏
له نیول شویو کسانو، یو موټر بم، ۴ هندي ریکشې، یو زرنج، ۴ تومانچې، ۶ کلاشینکوفونه، ماینونه او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

About

د افغانستان غږ خبري سروېس ته ښه راغلاست.
دلته به تاسې ته د افغانستان او نړۍ تازه حالات، او
وخت په وخت تازه خبرونه خپرېږي.