ځينی کفری الفاظ چی…
نن ورځ له جهالته ځیني مسلمان ورونه او خویندي داسي الفاظ کاروي چي دهغه په کارولو سره شخص کفر ته رسيږي، او خو هغه بیچاره خبرهم نه وي چي کفر ورڅخه صادرشوی او یایې هم نکاح باطله شوې ده، په همدې خاطر موږ دلته دځینو کفري الفاظو څخه یادونه کوو ترڅو علم ورباندي حاصل شي او هڅه وشي چي په ژبه ونه ویل شي، که ختاناً له چاڅخه وکارول شول، دستي سړي کلمه ووايي او الله ته توبه اوباسی او د دوباره داسی کليماتو ويلو څخه په قطعی ډول ځان وساتي.👇👇
۱ــ چاته وویل شي چي دا ګناه مه کوه الله ﷻ به دي جهنم ته واچوي، هغه په ځواب کي ورته ووايي چي زه یې له عذابه نه ویریږم، د دویم کس الفاظ کفري دي. (فتاوی عالمګیریه)
۲ــ چاته وویل سي چي ان شاء الله داکار به دي وسي، هغه ورته ووايي چي زه یې بې ان شاءالله کوم.
۳ــ یوغریب کس بل مالدار شخص وویني نو ووايي چي یاالله دانو انصاف دی چي داکس دي دومره مالداره کړی او زه دي غریب کړی یم.
(فتاوی عالمګیریه)
۴ــ کله دچا زوي یالور وفات شى او هغه ووايي چي بس خدایه تادا زما زوی باندي وس رسیده، یاووايي بس خدایه ستاسو زما زوی لیدلی وو. العیاذباالله
۵ــ دنبي علیه سلام په سنتوباندي ټوکي کول یا رشخندوهل.
۶ــ کله یو شخص قاتل او خون وویني نو ووايي چي ملک الموت راغی.
۷ــ دقرانکریم دایاتونو معنی په ټوکو اړول لکه [ان صلاة تنهی] یوڅوک یې په ټوکو ووايي نعوذباالله چي ددې ماناده چي لمونځ په تنهايي سره وکړه.
۸ــ پرمسلمانۍ باندي دخفګان احساس کول، مثلاً یوڅوک ووايي چي فلانۍ مسلمان دی خودئ به رشوت خوري یا مسلمان یم ځکه غریب او مسکین یم.
۹ــ داسي خبره کول چي قرانکریم او انجیل یوشئ دي پرهریوه عمل کوې.
۱۰ــ دکفارو دخوشهالولو لپاره دهغوی په مذهبي میلو او اخترونو کي ګډون کول.
(بهارشرعیت)
۱۱ــ یوڅوک ووايي چي زه په شرعیت فیصله نه کوم، راځه په جرګې به یې سره معلومه کړو، یا یوڅوک ورته کوم اسلامي حکم بیان کړي دی ورته ووايي چي نعوذبالله دا هوايي خبري دي.
۱۲ــ دشراب څښلو یازناکولو یاقیمارکولو پروخت بسم الله الرحمن الرحیم ویل.
(فیضان سنت)
۱۳ــ مسلمان ته کافر ویل یاکافر ته مسلمان ویل.
۱۴ــ د الله ﷻ لخوا حرام شي ته حلال ویل یاحلال شي ته حرام ویل.
۱۵ــ داسى شیانو څخه انکار کول لکه دوزخ، جنت، ملائیکي، کتابونه.........
۱۶ــ یوچاته دغصې او درد په وخت کي ویل چي نعوذباالله چي دخدای زوی شې هم دي ولاکه پریږدم.
که مو تر اخیره لوستلې وي نو ولیکئ چه ولوستل شوه.