السلام علیکم

ملګرو هیله ده جوړیاست دغه اکاونت مي فالوکړئ.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني یو ځل بیا له له نړۍ سره پر ډیپلوماټیکو اړیکو ټینګار کړی دی. حقاني د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې د دیني عالمانو او مخورو یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، لکه څنګه چې افغانانو له ټولې نړۍ سره په مېړانه مبارزه کړې ده کولی شي چې له اقتصادي ستونزو سره هم په ګډه مبارزه وکړي خو ټینګار کوي چې افغانستان نورې نړۍ او نړۍ افغانستان ته اړتیا لري. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې ډیپلوماټیکې اړیکې د ټولو په ګټه دي نو باید نړۍ د متقابل درناوي پر بنسټ له افغانستان سره روابطو ته را وړاندې شي. حقاني دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې واک ته د ا.ا له رسېدو کال په پوره کېدو دی خو تر اوسه پورې هیڅ کوم هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

تېره شپه کابل ښار کې د فتنه ګرو پر وړاندې عمليات ترسره شول چې پایله کې یې ٦ تنو شراچونکو ته مرګ ژوبله واوښته.د حکومت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد په وینا؛ چې تېره شپه امنيتي ځواکونو له لورې د کابل ښار، ٣١٥ فامیلیو سیمه کې د شریرو عناصرو په وړاندې  یو لړ عملیاتو ترسره شوي دي، چې د دغو عملیاتو په پايله کې  ٢ تنه فتنه ګر ووژل شول، څلور نور یې ټپیان دي او پټنځای یې هم په بشپړه توګه له منځه وړل شوی دی.ښاغلي مجاهد زیاته کړې ده؛ دغو عملیاتو کې ډېر اندازه اسلحه هم نیول شوې ده، چې پر مټ یې یادو شریر عناصرو غوښتل کابل ښار کې تخریبي کړنې ترسره کړي.د شنونکو په وینا؛ دا شریر عناصر د ځينې استخباراتي کړیو له لورې تمویلیږي او غواړي  د دوی پر مټ، نورو هیوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې زیانمنې کړي.#[2454]

جنسي لوږه (جنسي فقر)!

جنسي لوږه یا جنسي فقر هغه ناوړه پديده ده چي کله په يو ټولنه کي عامه او خپره سي بيا د ټولني څخه ټول اساسي، موضوعات، د ژوند مهم اهداف او حتی اخلاقيات هم پاته وي او يوازي تمرکز يې د جنسي غريزې د غوښتنو په پوره کولو باندي وي.

کوم کسان چي په جنسي فقر اخته وي هغه څنګه وي؟

- پر ټولنیزو رسنيو د انجلۍ/ښځینه/لغړزني هلک اکاونټ باندي رش جوړېدل.
- په بازارونو، سړکونو او کوڅو کي په هري انجلۍ/ښځي/لغړزني هلک پسي رډ رډ کتل.
- په ګډ ښوونیزو مرکزونو کي د یو بل د واټسپ/فیسبوک اکاونټونو او یا د ټلیفون نمبرونو ته لېوال تيا او لټون ورپسي کول.
- که د اړتیا پر اساس يو ښځینه د کومک/مرستي غوښتنه وکړي، نو د هرڅه څخه مخکي لومړی شيطان دوه سوه خراب فکرونه په ذهن کي ور واچوي.
- له ښځینه طبقې سره په اداراتو کي په سالم فکر او سالمي ارادې دنده مخته نه وړل.
- کله چي یې په غلطي کي ټلیفون ته اشتباهي زنګ راسي او آواز یې د ښځي وي؛ بيا نو تر څو چي یې سیمکارت نه وي ورباندي مات کړی نه يې پرېږدي.
- پر هرچا ناسم فکر کول؛ مطلب که نارينه او ښځينه د اړتيا په وخت کي د ضرورت خبره وکړي، يا کوم څوک په تلیفون اخته وي، يا عکسونه اخلي... پر هغوی باندي ناسم فکر کول.
- زيات وخت مکتب، سنټر، پوهنتون، کلب او نورو مېله ځايونو ته د لغړزنو هلکانو او ښځينه محصلينو لپاره ورځي.
- زیات وخت په بازارونو او سوپر مارکېټونو کي سوداوي په هغه ځايونو کي کوي چي لغړزني شاګردان ولري.
- په بانډارونو او مېله ځايونو کي پوچ او فحش ويل کول او لغړزني پر ځان راټولو.
- دا او دې ته ورته نوري علامې هم سته چي د جنسي لوږي څخه سرچینه اخلي.

په دې ناوړه او بد کار د اخته کېدلو لاملونه!

ـ د الله تعالی، ديني علومو او ښو خلکو څخه ليري والی.
ـ د عصري علومو څخه ليري والی.
ـ په کشرتوب کي په سوشل ميډيا باندي روږدېدل.
ـ د نکاح ځنډ.
ـ د کورنۍ بد چلند.
ـ د مشرانو ډېره سختي او ډېره ازادي (افراط او تفريط).
ـ په کورونو، محفلونو، اداراتو او ښوونيزو مرکزونو کي د مسؤلينو بې پروايي.
ـ فکري او کلتوری ناجوړي.
ـ د بدو او شهوت پرسته ملګرو سره ناسته ولاړه کول.
ـ بد او فحش خبري کول يا هم بد او فحش فلمونه کتل.

image
About

که څه هم د مسلمانانو رهبري له او مسجد او محرابه کیږي؛خو دا ګروپ د فکري سنګر یوه برخه ده.
څومره چې دوښمن د مسلمانانو د اسلامي فکرونو او عقایدو په تخریب کې کار کړئ؛ همدومره کار اوس فکر او عقیدې جوړولو ته لازم دی.
چې ان شاء الله ددې ګروپ په واسطه به موږ ټول په ګډده دا بار اُچتوؤ.