په هره ټکنده غرمه يې ځان ته سیوری کړمه
په یوه ښیګړه یې له هر احسان زړه توری کړمه
خبرې ډېرې شوې څوک یو څه، او څوک بل څه وایي
هیڅ نه پوهیږم د ژوندون قبله کوم لوری کړمه
ښه ومه ښه وم بیخي ښه ومه له ډېرو ښه وم
خو څو نازونو د جانان لشکې سرزوری کړمه
د ښکلا دور و او مینه هم رقم رقم وه
چابه سپوږمۍ راته ویل او چا به ستوری کړمه
چې ناخبره وم انسه ډېر غښتلی ومه
پوهه چې راغلله په زړه یې سخت کمزوری کړمه
زړه مې څومره لویو ارمانونو ته هيڅ ووړ نه شو
پاتې د جانان معراج ته هیڅ د وصل پوړ نه شو
څو واره د ورکو هیلو وړانګو غېږه راکړله
بس له خپل نصیبه مې پرې یو ځلې زړه موړ نه شو
وخت رانه د يار د سادګۍ په اړه وپوښتل
بې له خاموشۍ مې بل ځواب په ژبه جوړ نه شو
کاشکې لږ د مینې له ښکلاو خبر شوی وای
تل وي له غوسې نه سره سکروټه، بیخي سوړ نه شو.
یوه د نیا غمونه یې په زړه باندې پرېوتي دي
چا نن چاته وویل، انس بې وخته زوړ نه شو؟
هغه څه چې انسان ته <br>دُنـیا ڪې ډیر عزت ورڪوې <br>ښڪلې اخلاق دي.?