د ایمان راوړلو لاره راښیه!
یوه مسلمانه مېرمن وايي : یوه عیسایۍ مېرمن مې ګاونډۍ وه، څه وخت نښکاریده، بله ورځ یې پوښتنې ته ورغلم، چې ومې لیدله هغه ناروغه وه، ورته ومې ویل : زه به دې په قران دم کړم، موږ مسلمانان چې ناروغان شو په قران سره شفا ترلاسه کوو، هغې راته وویل: له دې مخکې لیږ اوبه راکړه، ځکه ډېره تږې یم، اوبه مې ورکړې، بیا یې راته وویل: لیږ مې دا تکیه راپورته کړه ، نو راپورته مې کړه او کېنستله.
بیا یې وویل: څو ورځې مې څه شي نه دې خوړلي، سخته وږې یم، د مرستې لپاره هیڅوک نه راځي، ورته ومې ویل: زه دستې ډوډۍ درته راوړم، لیږ وروسته مې خوندوره ډوډۍ ورته راوړه، ډوډۍ یې وخوړله او ښه مړه شوه، وروسته مې ورته وویل: اوس به دې په قران دم کړم؟ هغې لیږ ځنډ راته کتل، وروسته یې راته وویل: زه خپلوان او ملګرې لرم، هغوی څوک بوخت دي او ځینې بې پروا دي، زه دا څو شپې وږې او تږې پرته وم، ته یوازنۍ انسان یې چې زما مرستې ته راغلې ، نو پر ما د قران له ویلو مخکې ما ستا په عمل کې قران ولید، بناء لومړۍ په قران د ایمان راوړلو لاره راوښیه!
Qudratullah Babakhan
Delete Comment
Are you sure that you want to delete this comment ?