"که نور څه نه وي ډبرې او كاڼي خو شته"
راوي کېسه کا:
د اشغال په خلاف د مقاومت د پيل ورځې وې غالبا ٢٠٠٣ کال و، د #اسلامي__امارت د ړومبۍ دوري ملي دفاع وزير او بيا د اماـرت مرستيال شهي،د ملا #عـبيدالله اخند رحمه الله سره مې ملاقات و ما ترينه پوښتنه وکړه، چې حاجي صاحب! امريكا، ناټو خو لوی اشر راته كړى؛ ايا! مونږ او تاسې هم څه وسائل اوامکانات برابر كړي او كوم هيواد راسره د وسلواو وسائلو ژمنه كړي؟!!
د شجاعت منار ملا #_عبيدالله اخند راته ووئيل قسم په الله ده چې د دنيا په مخ هيڅ هيواد او يا تنظيم د مرستې او ملاتړ ډاډ نده راکړی.
ماورته ووئيل ډيره به مشكله نه وي؟!
هغه راته ووئيل: د وسائلو او امکاناتو تر پيداكيدو به انتظار نكوو او نه شرعاً مكلف يو؛ که نور څه نه وي ډبرې/کاڼي خو شته هغه به ورپسې شړو الله پاک ته به وايو همدا مو وس اوتوان و.
#تقبله_الله
چې سجدې ته به لاړ نمسي به یې پهٔ شاه ښوېدل را ښویېدل،کله به چې تکیه شول پورته به شو او خپل لمانځهٔ ته به یې ادامه ورکړه.
مجسم شفقت او محبت ؤ،انسان او حیوان خو پرېږده حتی پهٔ نباتاتو باندې یې هم زړهٔ سوزېدهٔ د ونې پهٔ اړه یې وصیت کاوو چې مه یې پرې کوئ.
تر دې چې جماداتو ته یې مینه ورکړه د احد غرهٔ ته یې اشاره وکړه بیایې وفرمایل:هذا جبل یحبنا ونحبه
دا هغه غردی چې له موږ سره مینه لري او موږ هم مینه ورسره لرو.
د ځمکې پهٔ خاوره یې خپل مخ مبارک د تیمم پهٔ نیت پهٔ مینه مسحه کړ بیایې وفرمایل: تمسحو بالارض فانها بکم برة.
په ځمکه مسحه وکړئ دا پهٔ تاسې (دمور پهٔ څېر)مهربانه ده.
دا هغه عظیم شخصیت دی چې لهٔ تعظیم نه یې کرکه درلوده،کله یې چې ملګري ورته پورته شول وې فرمایل؛ ماته داسې مه پورته کیږئ لکه عجم به چې،دخپلوپاچاهانو د تعظیم پهٔ موخه پاڅېدل.
خپلې مېږې یې خپله لوشلې او خپل پایزار به یې هم خپله ګنډل.
د خپل خادم سره یې پهٔ یو دستر خوان ډوډۍخوړه.
مصطفی محمود
ژباړه :م ع ب
وصلی الله علی النبی الامی
که مړ وم، ومې بښئ.!.
عمر عمری
Delete Comment
Are you sure that you want to delete this comment ?