سیدنا عمر رضی الله عنه څخه روایت دی چې جناب نبي کریم ﷺفرمایلی:
دکوم مسلمان دنیک کیدو چې څلور کسان شاهدي ورکړي نو الله تعالی به هغه جنت ته داخل کړي مونږ عرض وکړ که دری کسان وي؟ نبي کریم ﷺ وفرمایل دری کسان هم. بیا مونږ عرض وکړ که دوه کسان وي؟ نبی کریمﷺ وفرمایل دوه کسان هم کافی دي مګر مونږ د یو کس د شاهدي په هکله ورڅخه پوښتنه ونکړه.
(م صحیح بخاري ۶۸۷)