هیچ کله په دی وجه ګناه مکړه چی نور خلګ یی هم کوی ګوره ستا اعمال اوقبر حشر تله ده میزا ن عمل نامه وخت پل صراط یوازی وی

یو شتمن سړي د خپل کور له کړکۍ څخه د باندې کتل چې په یو فقیر یې سترګې ولګېدې چې د نوموړي د کور مخکې د ډیران په کچره کې څه لټوي.
شتمن له ځان سره وویل: “شکر خدایه چې فقیر او بې وزله نه یم.”

په ډیران کې لالهانده فقیر په یوه لیوني سترګې ولګېدې چې د سړک په څنډو روان دی، له ځان سره اپلتې وایي.
فقیر له ځان سره وویل: “شکر خدایه چې لېونی نه یم، فقر او غریبي خو کوم عیب نه دی.”
د لېوني امبولانس ته ورپام شو چې بېړنی ناروغ روغتون ته لېږدوي، له ځان سره یې وویل: “شکر خدایه چې ناروغ نه یم، که هر څه یم، پخپلو پښو روان یم”

د ناروغ په روغتون کې په داسې جسد سترګې ولګېدې چې ساه یې ختلې وه او کورنۍ یې د تکفین په موخه د وروستي ځل لپاره کور ته لېږداوو، له ځان سره یې وویل: “خدایه شکر چې ژوندی یم، ناروغي به هم تېره شي.”

یوازې مړی وو چې د شکر اداء کولو فرصت یې نه درلود!

نتیجه:
د دې لپاره چې د ژوند په قدر پوه شئ، کله ناکله روغتون، زندان او هدیرې ته سر ورښکاره کړئ، تر څو پخپل حال شکر وباسۍ.

مجبوريت هغه څه دی
چې هره وړتيا به دي په اړتيا پلوري.

حضرت محمدﷺ فرمایي:

تور په سپین او سپین په تور څه فضلیت نه لري تاسو کې بهتره هغه څوک دی چې تقوا ولري.

image

کله چې لومړی ځل دې انځور ته ګورئ .
ښايی تاسې ګومان وکړئ چې دا به کچالو او هګۍ وي، خو نه داسې نه ده هغه چې تاسو ته کچالو ښکاری په حقیقت کې هغه مڼه ده، او هغه چې هګۍ درته ښکاری هغه په مستو کې يوه ټوټه شفتالو ده.
ډېر زيات متوجه واوسئ، هر هغه څه چې تاسې وينئ او يا یې اورئ ښايی هماغسې نه وي، نو ځيرک واوسئ فکر پرې وکړئ، په اړه يې څېړنه او پوښتنې وکړئ کله چې مطمينه شوئ بيا پرې خبره او پرېکړه وکړئ.

image
About

ان شاء الله پدې پيج کې به تاسو ته اسلامي نشرات کيږي، نو له تاسو څخه هيله کيږي چې پيج درسره فالو کړئ، مننه