دا حدیث په غور ولولئ

رسول الله ﷺ فرمایي : یوه سړي وویل : په الله قسم کوم که الله فلاني ته بښنه وکړي. او الله تعالی فرمایي : دا څوک دی چې پر الله قسم کوي چې زه به فلان ونه بښم؟! ما فلان بښلی او ستا عمل مې ختم کړ. عَنْ جُنْدَبٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم حَدَّثَ: أَنَّ رَجُلاً قَالَ وَاللَّهِ لاَ يَغْفِرُ اللَّهُ لِفُلاَنٍ وَإِنَّ اللَّهَ تَعَالَى قَالَ مَنْ ذَا الَّذِي يَتَأَلَّى عَلَىَّ أَنْ لاَ أَغْفِرَ لِفُلاَنٍ فَإِنِّي قَدْ غَفَرْتُ لِفُلاَنٍ وَأَحْبَطْتُ عَمَلَكَ.

زموږ عام او خاص وګړي د یوه ګناهګار بنده یا مخالف په اړه دا خبره په ډېره اساني سره کوي چې "والله که جنت په سترګو رانه وویني"، فلان جهنمي دی، فلان مردار دی، فلان کافر او مرتد دی وغیره... خو دا ډول د جنت ټیکداران او د الله خودساخته نماینده ګان دې دا حدیث په غور سره ولولي.

د عثماني والي اسعد پاچا ګټوره کیسه

#کیسه_کا د عثماني خ.لافت وتلي امیر د دمشق والي اسعد پاچا (پیدا: 1117هـ) رحمه الله، یو وخت پیسو ته ضرورت شو، ځکه د دمشق ولایت په خزانه کې خورا زیات کمښت رامنځته شوی و، نو مشاورینو یې وړاندیز ورته وکړ چې باید په رخت جوړوړنکو کارخانو زیاته مالیه ولګول شي. اسعد پاچا ورته وویل: له دې مالیې به موږ څومره ګټه ترلاسه کړو؟ هغوی وویل: تقریبا 50/40 کڅوړې سره زر.

اسعد پاچا ورته وویل: دا کارخانې کمه او محدوده ګټه لري، دوی به دومره مالیې له کومه پیدا کوي؟! مشاورینو یې وویل: پاچا سلامت! هغوی کولی شي د خپلو مېرمنو د ګېڼو او سرو زرو خرڅولو له لارو یې پوره کړي! اسعد پاچا ورته وویل: تاسو ورته ګورئ، زه به دا مالیه په ډېره ښه طریقه راټوله کړم.

بله ورځ اسعد پاچا د ښار قاضي صاحب ته لیک ولیږه، چې ماخوستن ورسره وویني، قاضي چې د شپې ورغی اسعد پاچا ورته وویل: زه خبر شوی یم ته رشوتونه خورې او خپل منصب د شخصي ګټو لپاره کاروې او پر تا شوي باور کې خیانت کوې، قاضي پوه شو چې کیسه خراپه ده، نو له پاچا نه د ځان خلاصولو لپاره یې عاجزي او زارۍ پیل کړې.


له قاضي وروسته یې په همدې توګه د دولت نور لوی لوی خاین مسؤلین وروغوښتل، لکه لوی محتسب، د پوځ نقیب، د تاجرانو مشران او مشهور تاجران او داسې نور ... د قاضي په شمول له هغو ټولو نه یې په همدې توګه مختلف مقدارونه سره زر واخیستل، وروسته یې خپل مشاورین وروغوښتل، هغوی ته یې وویل: تاسو چې په کمزورو تاجرانو او د کارخانو مالکانو د مالیو راته ویلی و، ماله هغو پرته، د 50/40 کڅوړو سرو زرو پر ځای 200 کڅوړې سره زر راټول کړل.

هغوی حیران شول چې څنګه یې پر عامو خلکو له مالیه لګولو پرته دومره سره زر راټول کړي دي؟! اسعد پاچا ورته وویل: خلکو نه د څرمنو ایستلو پر ځای، د لویو خاینانو چپنې څیرل؛ ډېر غوره دي! یعني په عامو خلکو مالیې لګول نه دې په کار، باید فاسد او خاین شتمن او واکمن راونیول شي، هغوی چې له ولس نه په ناحقه او ناروا پیسې تروړلې دي؛ هغه دې ورنه واخیستل شي او د دولت خزانو ته دې حواله کړل شي.

دلته د اسعد پاچا یوې جملې ته تم کیږو چې قاضي ته وایي: "او خپل منصب د شخصي ګټو لپاره کاروې" یو خو رشوت او بډې دي، دا ټولو ته معلومه ده چې حرام او لوی ناروا عمل دی، اما خپل دولتي منصب او چوکۍ د شخصي ګټو لپاره کارولو ته زیات خلک توجه نه کوي، په داسې حال کې چې په دې توګه هم نادرې غوړې ډوډۍ ګانې، ډالۍ او نورې ګټې ترلاسه کیږي او شرعا دا ټولې حرامې دي.

ستاسو په لایک، کمنټ او شیر سره به دا لیکنه څوک ولولي، ګټه به ورنه واخلي؛ نو هغه ثواب کې ته هم شریک شوې.

مهم مطلب ..

دیموکراسي:
حضرت لوط علیه السلام د خپل قوم بدعملي او بده کړنه باید تاید کړې وای ځکه د اکثریت غوښتنه وه .

لیبرال:
انسانان په خپلو کړنو کې ازاد دي لوط علیه السلام هیڅ حق نه درلود چې د قوم په کړنو کې یې مداخله کړې وای.

روشنفکر :
دا خلک معذور دي ځکه دوی د طبعي میلان په ترڅ داسې کړنه ترسره کوي

سیکولر :
دین څه حق لري چې د خلکو په جنسي کړنو کې مداخله وکړي په داسې حال کې چې طرفین سره خوښ هم وي.

مدني فعال:
جنس پرستان د انساني ټولنې یو ښاخ دی باید ژوند او حقوق یې تأمین سي په ټولو لازمه ده چې درناوی یې وکړي او دوی باید په پارلمان کې څو غړي ولري څو د دوی د ستونزو په اړه غږ پورته کړي .

دین: لوط علیه السلام ځواک نه درلود د خلکو دا بده کړنه یې وغندله په ژبه یې نصیحت ورته وکړ په زړه کې یې سخت نفرت ورڅخه وکړ د بیا بیا نصیحت او دعوت څخه وروسته یې قوم پریښود او کډه یې ترې بار کړه
بیا د الهي سنت په تعقیب عذاب پرې راغی ځمکه پرې سرچپه سوه او د کاڼو باران پرې ووریده او تباه سول.

دیموکراسي لبرالیزم، سیکولریزم وغیرهم له اسلام سره په اصولو فروعو اخلاقو او معاملاتو کې سره په ټکر او جنګ کې دي

د لوط علیه السلام مېرمنې فحشاء نه کوله خو د قوم دا بده کړنه یې تایدوله ، نه یې غندله دا هم د عذاب ښکار سوه.
پدې کې ستر درس دی د هغه چا لپاره چې د الله د حدودو ماتونکي هڅوي او تایدوي .
الله عزوجل وایي:
په قرآن کریم سره هغه چا ته پند ورکړه چې زما له عذاب څخه ویریږي.



ژباړه
نشر مکرر

الله تعالی ته د قربت تر ټولو سره نښه دا ده چې يو انسان پخپل مزاج کې درويشي او استغناء پيدا کړي ، د ډېرو رنګينو نه هم مستغني شي او د دنيا په اړه له ډېرو فکرونو او سوچونو څخه هم، د مستقبل ډار يې له زړه ختم شي، الله سره خپل قربت دومره حس کړي چې دعا پر مهال الفاظ ختم شي او بې الفاظو هغه ته خپله عاجزي او مشکلات وړاندې کړې، انسان چې څومره د يقين درجې ته رسېږي هغومره د استغنی او زهد درجې ته رسېږي او څومره چې د زهد درجې ته رسېږي هغومره د سکون او اطمینان درجې ته رسیږي.

که د ابوبکر صدیق رضی الله عنه 2 کاله او 6 میاشتي خلافت په يوه خبره کی خلاصه کړو:
د اسلامی د يوي برخی څخه منکر هم کافر دی او جهاد پر روا دی او که د پوره اسلام څخه منکر وی هم کافر دی او جهاد پر روا دی هغه که منکرتوب که د زکات څخه وي او يا د اسلامی اقتصادي, سیاسی... احکامو څخه.

دده په وخت کی درو نارينه او يوی ښځې د نبوت دعوه وکړه:
طليحة, اسود عنسی او مسليمة کذاب او د ښځی نوم ذهن ته نه راځی.

#ابوبکر

About

جنتي کالی/ بهشتي زېور پاڼې ته ښه راغلاست.
الله ﷻ دې وکړي چې زموږ ښکلي معلومات مو خوښ شي، او نورو دوستانو سره یې شريک کړئ.
دلته به تاسې اسلامي معلومات، مسألې، او نور معلومات
ليکل کېږي.