د امارت د اداري مسئوولینو د پام وړ
په ملکي خدماتي اداراتو کې د ګوډاګیانو د پاته شونو مامورینو له لوري د عامو خلکو ځور
لومړئ د ستونزې اړوند څو لنډې خبرې
کله چې مونږ او تاسو یوه رنځورپوه یا معالج ډاکټر ته د علاج لپاره مراجعه کوو نو د نسخې د لیکلو په مهال ډاکټر صاحبان د بیمار د نوم پوښتنه کوي،،
که بیمار ماشوم وي او نوم یې مثلا «خالد » اوسي نو ډاکټر صاحب یې د شفقت له مخې « خالد جان » لیکي،،
که بیمار په غاښ مشر وي او نوم یې مثلا «محمد ارسلا » وي نو ډاکټر یې د تکریم په خاطر د «محمد ارسلا خان » په توګه لیکي،،
همداسې د ښځینه بیمار نوم که «خدیجه» اوسي نو ډاکټر یې د اکرام لپاره «بي بي خدیجه» لیکي،،
په همدې دود محررین یا هغه خلک چې غوښتنلیکونه لیکي یا د پیسو حواله لېږي یا نکاح خط لیکي یا د نوزاد تذکره لیکي نو له ځانه د خان، جان او بي بي، حتی حاجي وروستاړي پکې زیاتوي،،
زما د مرحوم والد رحمه الله له نوم سره په ځینو اسنادو کې د «خان» وروستاړی شته او په ځینو کې نشته،، همداسې زما د مرحوم نیکه نوم هم ورته ستونزه لري،، د ځینو وروڼو په پېژندپاڼو کې د نیکه نوم د «جان » وروستاړی لري او د ځینو په پېژندپاڼو کې د «خان » وروستاړی لري،،
د جمهوریت یتیم پاته شوني د خلکو د اسنادو د اجراء په وخت همدا ټکی راټینګوي او د خلکو کارونه ځنډوي، بیړني, ستړي او محتاج مراجعین په تورو ناخودو پسې لېږي تر څو یې بالاخره د بډو ورکړې ته مجبور کړي.
هیله ده د امارت ذیربط مسئولین دې ټکي ته پام او د لازمې حللارې له موندلو وروسته د مفسدو عناصرو دې طلسم ته د پای ټکئ کېږدي