د صحابه وو رضي الله عنهم ټوکـې
عبدالله بن مصعب رحمه الله وایي: په مدینه منوره کې د مخرمه بن نوفل بن اُهیب زهري رضي الله عنه په نوم یو بوډا صحابي و چې شاوخوا یوسل او پینځلس کاله عمر یې و او په دواړو سترګو ړوند و ، یوه ورځ په جومات کې متیازو په تنګ کړ؛ نو نعیمان رضي الله عنه ورغی له لاسه یې ونیو د جومات یو کونج ته یې بوت او ورته یې وویل: دغه ځای دی ، بوډا یې هلته کېناوه او دی ترې ولاړ؛ خو چې هغه راولاړ شو خلکو ورچیغې کړې: دا خو خو دې په جومات کې متیازې وکړې! بوډا وویل: زه چا دلته راوستی وم؟ خلکو ورته وویل: نعیمان ، ول: دی دې خدای داسې داسې کړې! که ماته په لاس راغی په دې امسا به یې داسې ووهم چې بیا هرڅه پرې وشول ، راوي وایي: له دې پېښې ډېرې ورځې تېرې شوې او مخرمه نه دا خبره هېره شوه ، بله ورځ د جومات په کونج کې حضرت عثمان رضي الله عنه په لمانځه ولاړ و او د نوموړي دا عادت و چې لمونځ به یې په ډېره توجه سره کاوه او یوې او بلې خواته به یې فکر نه کاوه ، دغه وخت مخرمه رضي الله عنه هم په جومات کې و؛ نو نعیمان رضي الله عنه ورغی ، ورته ویې ویل: نعیمان راغلی دی ، نه یې وهئ؟ هغه ویل: کوم دی؟ ده ورته وویل: ته راځه چې ور دې ولم ، له لاسه یې ونیو او سیده یې ور وست ، حضرت عثمان رضي الله عنه ته یې ودراوه ، او ورو یې په غوږ کې ورته وویل: همدغه دی وهه یې ، مخرمه رضي الله عنه په دواړو لاسو امسا پورته کړه او حضرت عثمان رضي الله عنه یې دومره کلک وواهه چې زخمي شو ، خلکو ور نارې کړې: دا خو دې امـ،یر ال،مؤ مـ نـــ ین وواهه! د مخرمه خپلوان چې خبر شول ټول راټول شول؛ خو حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وویل: نعیمان دې خدای ووهي! خو څه ورته مه وایاست ځکه چې بدري صحابي دی.
حیاة الصحابه ۵۸۹
ابو عبدالله رحمه الله وایي: له حضرت عائشې رضي الله عنها نه مې د پیغمبر ﷺ د اخلاقو پوښتنه وکړه؛ راته یې وویل: د پیغمبر ﷺ په فطرت کې بې حیایي نه وه او نه به یې په لوی لاس بې حیا خبرې کولې ، نه به یې په بازار کې چغې وهلې او نه به یې د بدۍ غچ په بدۍ اخیست؛ بلکې بښنه او تېرېدنه به یې کوله.
رواه الترمذي