#اړیکې او ملګرتیا
که د (ملګرتیا او دوستۍ) په یوه اړیکه کې مقابل لوري ستا په چارو کې (مداخله) او (څارل) بند کړل او یا یې هم ستا پر پرمختګ او کړنو باندې (نقد) او (بخیلي) نه کوله ؛
نو (دوه) حالته دي :
✅لومړی حالت ، دا چې ملګری او دوست دې (ذهناً بالغ) شوی او (هوښیار) شوی دی ، ځکه مداخله او بخیلي نه کوي او دا ښه خبره ده ، ځکه (ذهني بلوغ) او (ټولنیزه هوښیارتیا) ورځينۍ شخړې راکموي او خپل ملګري یا دوست سره په یو (څه) باندې ژر تفاهم ته رسېدلی شې .
❎دوهم حالت ، (بې تفاوتي) او (ليريوالئ) دی او دا د ملګرتیا تر ټولو سخت او بد حالت دی. که چېرته ستا ملګری یا دوست نور ستا (څارل) پرېښودل، (غرض) او (نقد) یې نه درباندې کاوه ، تل یې (بهانې او پلمې) پر ژبه وې ، نو پوی شئ ....!!!
چې نور نو پر (اړیکو) او (دوستۍ) کې د هغه لېوالتیا او مینه درسره (کمرنګه) او (ختمه) شوي ده. باید درک کړئ ؛ چې دغه (بې تفاوتي) او (بهانې) د یوې اړیکې د پای ته رسېدو (لومړی) پړاو دی ، چې د (هغه) یا (هغې) له لوري له وړاندې پیل شوای ....
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
✍️ایډیټ او زیاتونې : سمسور م
📝اخیستنه : محمود
