نبوي وړاندوینه د نبوت نښه

رسول الله ﷺ فرمایي: پر خلکو به له دوکې ډک کلونه رشي، داسې چې:

دروغژن به رښتینی بلل کیږي
رښتینی به دروغژن بلل کیږي
خاین به امانتدار بلل کیږي
امانتدار به خاین بلل کیږي
او په دې کلونو کې به "الرویبضة" خبرې کوي، چا ورته وویل "الرویبضة" څه مطلب؟ هغه ورته وفرمایل: رویبضۀ هغه کم عقل دی چې د عامو خلکو په چارو کې غږیږي.

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال: رسول الله صلى الله عليه وسلم: ستأتي على الناسِ سُنونٌ خَدَّاعةٌ يُصدَّقُ فيها الكاذِبُ ويُكَذَّبُ فيها الصادِقُ ويؤتمَنُ فيها الخائِنُ ويُخَوَّنُ فيها الأمينُ ويَنطِق فيها الرُويبِضةُ قيل وما الرُّوَيبِضَةُ قال السَفِيهُ يتكلَّمُ في أمرِ العامة. أخرجه ابن ماجه (4036) واللفظ له، وأحمد (7912)

په ځانګړې توګه د سوشل میډیا زمانه کې ټول کم عقلان مطلق ازاد شول چې په هر ډول خبرو کې وګړیږي! له سیاسته نیولې ان تر ټولنیزو موضوعاتو پورې. دا نبوي پیشګویي او وړاندوینه په رښتیا چې د رسول الله ﷺ د نبوت لوی ثبوت او روښانه نښه ده.

حدیث کې راغلي: (په روا توګه) سپارښت کوئ؛ اجر به ترلاسه کړئ.اشفَعوا تُؤجَروا.متفق عليه

یعني د یو چا باره کې بل چا ته سپارښت کول چې د فلان کار ورته وکړه؛ د ثواب او اجر کار دی، البته دا سپارښتنه باید حرام او ناروا کار کې نه وي یا د کوم شرعي حد باره کې نه وي.

رسول الله ﷺ فرمایي : څوک چې کور کې اودس وکړي، بیا د قباء جومات ته ولاړ شي او لمونځ په کې وکړي؛ د عمرې هومره ثواب به ترلاسه کړي. عن سهل بن حنيف قال قال رسول الله ﷺ : من تطَهَّرَ في بيتِهِ , ثمَّ أتى مسجدَ قباءٍ ، فصلَّى فيهِ صلاةً ، كانَ لَهُ كأجرِ عمرةٍ. ابن ماجه: 1168

« د وخت ارزښت او ساتنه »

د علامه عبد الفتاح ابو غده د مشهور کتاب «قیمة الزمن عند العلماء» پښتو ژباړه چې محترم « مولوي محمد وزیر حامد » ژباړلی دی ، دا کتاب د پخوانیو علماوو په ژوند کې د وخت د ستر نعمت ارزښت بیانوي، او دا چې څرنګه کولای شو خپل قیمتي وخت له ضایع کیدلو څخه وژغورو او په ښه توګه ترې ګټه واخلو.
په کتاب کې ژباړن مهمو لمنلیکونو ته هم ځای ورکړی او د کتاب په پای کې ژباړن " د کتاب مینه " په نوم یوه رساله او يوه ضميمه (مل) هم ورزیاته کړې چې په کتاب کې د یاد شوو مشهورو علماوو او امامانو تفصیلي ژوندلیکونو ته ځانګړې شوې ده.

دا کتاب پینځه ځله چاپ شوی چې په لومړي ځل په ۲۰۰۳م ، په دوهم ځل په ۲۰۰۶م ، دریم ځل ۲۰۱۵م ، څلورم ځل په ۲۰۱۸م کې ، په پینځم ځل ۲۰۲۱م کال کې چاپ شوی دی .

«د وخت ارزښت او ساتنه» کتاب د کابل، کندهار، کوټې، پیښور، جلال اباد، ګردیز او خوست له عامو کتاب پلورنځیو څخه ترلاسه کېدلی شي.

image

هره مینه درد او کړاوونه لري... خو یوازې د الله تعالی په مینه کې تل راحت او سکون وي.

About

مشال خپرندویه ټولنه د استاد حامد افغان شخصي ټولنه ده او یوازې د ده کتابونه خپروي