غـــزل
ستاچی د زنې په سر تور د رانجو خــال جوړیږی
ما نه به خامخه مجنون په داسې حـــال جوړیږی
زه مینه پیژنم په هـــــــــر څه باندی پوهه یمه
خـــــــودا غربت راته په مخه یو دیـوال جوړیږی
چـــی مالداران یی په یوه شپه په شرابو بایلې
په دی پیسو د یو غــریب سړی چـوپال جوړیږی