فساد بوک پر فساد بوک باندې په دې ځړونه ٢٤ ساعته بلاک کړم
محترم #[2799] صاحب - وفقه اللهﷻ و حفظه - په نويو #[2800] کې ويلي دي چې په مسولينو بې ځايه تورونه مه لګوئ تعزير لري.
خو دا يې نه دي ويلي چې بې ځايه تور يعني څه؟
موږ چې ګورو نو بې ځايه تور هغه دی چې په درې ګونه محکمو کې په معتبرو شواهدو ثابت نکړل شي.
قدرمن مشر بايد باور ولري چې که د صف #[485] غواړې او خپل اخروي حساب له پېچلتيا ساتې نو په خپل دريز دي له سره غور وکړي؛
زه (عبيدالله) له شلو کلونو ستا د صف مبايع يم، ستا په صف کې څه ناڅه ستومان شوی هم يم, ستا د صف قدر پېژنم خو بيا هم چې محکمې ته په تللو باوري شم نو والله چې مسؤلين دي په ښکاره قتل, فحش, خيانت او هرڅه ووينم که به يا تاته ووايم يابه کوم بل ادرس ته;
نظام خو څه د چا د پلار ميراث نه ده چې د اصلاح په اړه به يې عريضې او محکمې ته ملا وتړي، هغه به کوم بدبخت وي چې له قاضي سره دعوه کړي.
که ستا د مسؤلينو نيمګړتيا په محکمه کې ثابتول لازم وي نو ستا د قاضيانو نيمګړتيا بيا چيرته ثابته کړو?!
قدرمن رهبره! د اصلاح دروازې زياتي او اسانه کړه؛ د اصلاح دروازو ته لکه د جمهوريت د چارواکو سيمټي ديوالونه, قلفونه مه اچوه.
يا خو د #[485]ي_نيوکو لپاره اسانه چاپيريال مقرر کړه, چې نه پکې رسنيز عوارض وي او نه د خلکو په خوله مهر لګول; او يا خو له خپل دريز نه تير شه, مسوولين دي خپله خپل ځانونه له تورونو وساتي.
قدرمن رهبره! ستاسو ډيرو مسولينو ته ورتلونکي په پنځم شپږم پړاو رسيږي نو څه خيال کوئ چې څوک به په دومره سختۍ د اصلاحي خبري لپاره ځان ورورسوي?!
قدرمن رهبره! ستاسو تشويش هرمومن درک کوي، موږ وينو چې ډير خلک تشې اوازې خپروي, عقدې پالي, نظام تخريبوي او هرڅه چې په خوله ورځي وايې يې…
خو د حل لاره يې توصيه نه ده؛ ځکه دغسي خلک تاسو په اميريت نه مني نو ستاسو توصيه به څه ومني!
بلخوا, دغسي توصيې مو ځيني خائن مسؤلين ناسمي استفاده کوي، خپلو ځانونو ته د ظلم او خيانت لاري ورباندي هواروي…
لهذا هيله لرو چې د نيوکو لپاره د هيواد او نړۍ په سطحه سالم چوکاټ جوړ کړه, داسي چوکاټ چې ټول جانبي عوارض پکي نيول شوي وي، نيوکه کوونکي په اسانۍ نيوکه وکړای شي او مسؤلین په مناسب وخت کې وضاحت ورکړي. په عين وخت کې ستاسو له خوا مکافات او مجازات هم عملي قانون وي، چې د نيوکه کوونکو زړونه ورباندي ډاډه وي… په يواځي توصيوو او تعزيراتو نه د نيوکو څپه ډب کيدای شي او نه د خيانتونو او ظلمونو مخه نيوه شي.
قدرمن رهبره! ولس ته به هغه نبوي حديث ووايې چې فرمايې: د اخيري زمانې د امراو اطاعت کوئ اګر که دوی مو حقوق نه درکوي…
خو د ولس د امير په حيث, اللهﷻ ته به څه وايي?!
ته اوس يو ساده شيخ او عالم نه يې, ته د لوی هيواد رهبر يې, ستا مسوليت ډير لوی ده, ځان ته د شيخ له نظره مه ګوره, ته د هغه چا ځای ناستی يې چې خلکو به تر ګريوانه ونيو, جامې به يې په زرلګو کې بندي شوې, په غاړه کې به يې د نيوکې کوونکي د پنجو او خپلو ځيږو جامو نشانونه ښکاره شو, خلکو به ورنه خپل حقوق غوښتو(!) ته د هغه چا ځای ناستی يې چې خلکو به ورته ويل چې اوښ مې رابار کړه دا مال خو ستا يا ستا د پلار نه ده!
قدرمن مشره والله که يا ته او يا ستا هيڅ مسول له هغو مشرانو بهتري لرئ, يابه اوسني نيوکه کوونکي له هغو نيوکه کوونکو زيات شرف او انسانيت لري; نو بيا ولي د خلکو خولې بندول غواړې?!
ستا مسوليت عدالت پلی کول ده, خلک د اللهﷻ په نظام هم نيوکې کوي, خلک د اللهﷻ له نظام او قانونه هم بغاوت کوي, خو بيا داسي سرښندونکي پيدا کيږي چې په حساب يې ورسوي, که ولس ستا په عدالت باوري شي نو وېره مه لره, ولس به د اللهﷻ په مرسته ستا د نظام دفاع وکړي, او که تاسي خبره پټه پټه کوئ نو ولس مو باور له لاسه ورکوي بيا تاسي او دښمن سره پرېږدي…
والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته