دلته ذهنيتونو تغیرولو ته بلها اړتیا ده، ځکه د ځینو په ذهنونو کې لا تراوسه د جمهوریت ناولو افکارو ته ليوالتيا شته او دوی ډېر څه اوس هم په همغه شکل تعبيروي.
خو نه
دلته باید د اوسني نظام د پالیسۍ مطابق خلکو ته ذهنيتونه ورکړل شي او دا ورته واضح شي چې دلته عملاً، فکراً او جسماً جمهوریت سکوت کړی او ناولو پدیدو یې پای موندلای.
#[7733]
اښه!
دغه د راتلونکي ځوان قشر روان حالت بیخي ناولي پیغامونه له ځانه سره نلري او که زمونږ په سترګو تاریکو غلبه کړې، ځینې حالات چې زه خپله او د ملګرو له نظره تعبیروم ښې پایلې شاید ونلري، که په وخت ورته کار ونشي، توجو ورته ونشي، د جديت او قاطعیت څخه کار وانه خيستل شي، په ډېرو لږو وختونو کې به د راتلونکي ځوان نسل د فکري انحراف داسې کېسې ننداره کړو، چې سالم ذهنونه به یې لا تصور نشي کولای او هغه وخت به مو له وسه هېڅ نه وي پوره، همدا یې وخت دی، چې راتلونکو نسلونو ته د فکري اعداد، د اسلافو تګلاره او تېر تاریخ واضح کړو او له اصل منهج یې با خبر وساتو، په غافل پاتې کېدو کې د راتلونکي نسل تباهي نغښتې ده.
#[7733]