ننګرهار کې د ښونځيو لپاره ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني وایي چې د سویډن مٶسسې له لوري په اچین ولسوالۍ تریلۍ سیمه کې د ۱۰،۲۲ میلونه افغانیو په لګښت د نجونو لپاره نوې ودانۍ په اساسي ډول جوړه او د یو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې یاده ودانۍ ۸ تدريسي ، ۴ اداري خوونې ۸ تشنابونه او ۸۰ ميتره احاطوي ديوال لري.
همدارنګه یادې مٶسسې د کوټ ولسوالۍ حيدرخيلو سیمه کې هم د نجونو ابتدايه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ ۱۰،۹۲ میلونه افغانیو په لګښت جوړه کړه چې ۸ خوونې،
۱۰ تشنابونه ، او ۴۰۰ ميتره احاطوي دېوال لری.
salamuna my dear friends.