د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې د روسيې فدراتیف هېواد د 2023- 2024 کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په افغانستان کې د روسيې فدراسیون سفارت د ملي کادرونو د ښوونې او روزنې په برخه کې د مرستې په موخه، د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې 500 سيټه بورسونه وړاندې کوي، د روسيې په تحصيلي بنسټونو کې د تحصيل لپاره د افغان ځوانانو د قبلولو په موخه د 2023-2024 تحصیلي کال لپاره د لوړو زده کړو او د فوق العاده لوړو زده کړو پروګرامونو له مخې د افغانستان لپاره ځانګړي شوي دۍ.
په دې وروستیو کې، د روسیې فدراسیون سفارت د 2023 ـ 2024 تعلیمي کال لپاره افغانستان ته د روسیې فدراسیون حکومت په چوکاټ کې زده کړو لپاره د کاندیدانو د ثبت او راجسټریشن پروسه د 2022 کال د اکتوبر 2 مې نېټې پورې ټاکلې وه، چې اوس یې په (education-in-russia.com) سیستم کې د نوم لیکنې بهیر د 2023 کال د فبروري تر 20 مې نېټې پورې غځول شوی دی.
د بورسونو شرايط:
1- د پاسپورټ درلودل، چې روسيې هېواد ته د داخلېدلو په وخت کې لږ تر لږه یو نیم کال د اعتبار موده ولري.
2- د لګښتونو تادیه کولو له ډلې ( د تحصیل تر ځایه د ټرانسپورټ لګښت، صحي بېمه، د خوړو لګښت، هستوګنځای) بورسونو ته د نوماندانو په غاړه دي.
3- د روسيې د نافذه قوانينو له مخې، د بهرنیو محصلينو لپاره د تحصيل په جریان کې کومکي (مدد) معاش ورکول کېږي او همدا راز دوی ته د روسي اتباعو لپاره د ټاکل شویو شرایطو سره سم د تحصيلي مؤسسو په ليليو کې د اوسېدو اسانتیاوې هم ورکول کېږي.
پورته یادو شوو بورسونو ته په شرايطو برابر شایقین کولی شي، چې په (education-in-russia.com) سايټ کې نوم ليکنه وکړي، د اړتیا وړ اسنادو لیست او د اسنادو ډکولو شرایط، د نوم لېکنې او راجستریشن قدم په قدم لارښود په دغه سايټ کې د لاسرسي وړ دی.
د اړتیا وړ اسنادو د پوره کولو او ډکولو وروسته دې په شرایطو برابر نوماندان د نوم ليکنې په موخه د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړيکو ریاست ته مراجعه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د بهرنیو محصلينو وروستۍ یا نهايي ټاکنه د لوړو زده کړو وزارت او روسيې علومو او د دغه هېواد د لوړو زده کړو مؤسسو شرکت له لوري ترسره کېږي.

په کابل پوهنتون کې د مرکزي تحصیلي بنسټونو د استادانو لپاره دری ورځنی دیني ـ علمي سمینار د ا.ا.ا د لوړ پوړو چارواکو په ګډون سره پیل شو.

په یاد سمینار کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یاد سمینار له جوړوونکو څخه د مننې تر څنګ، په ټولنه کې د استادانو د ارزښت او د ځوانانو په روزنه کې یې پر رول خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه: «هغه ټولنه له ستونزو ځان نه شي رایستلی، چې خپل ارزښتونه هېر کړي، یوازې استادان کولی شي چې ټولنه وژغوري، د هېواد بچیان سمې او د اسلام مقدس دین لارې ته رهنمایي کړي.»

دغه راز د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هېواد څلور لسیزو جګړو ته په اشارې سره وویل چې د تپل شوو جګړو پر مهال مو د بنسټیزو برخو تر څنګ، عالمان او علمي او تحصیلي مرکزونه هم له منځه تللي دي.

ښاغلي حنفي د تحصیلي نصاب پر معیاري کولو او پراختیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د ا.ا.ا خپلو امکاناتو په کتو د ځان بسیا افغانستان په موخه د هېواد د تحصیلي نظام د ځواکمنتیا په برخه کې به هېڅ ډول مرسته او همکاري ونه سپموي.

وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د یاد سمینار د موخې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «د دې سمینار موخه له استادانو سره د مذاکرې او مباحثې پیل دی، تر څو د هېواد د تحصیلي نظام د خدمت لپاره د یو بل له دیني او اسلامي فکر څخه، چې د ټولو غوښتنه ده، ګټه واخلو.»

نوموړي زیاته کړه چې د ا.ا.ا د دیني او ملي ارزښتونو په رڼا کې د ځوانانو تعلیم او تحصیل ته ژمن دی. دغه راز ویې ویل چې د دې ډول سمینارونو لړۍ به د ولایتونو تحصیلي بنسټونه ته هم وغځیږي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په نړۍ کې حاکم حالت ته په اشارې سره، د اوسني انسان د عقایدو او فکر او همدارنګه د یوه مسلمان د مهمو قضیو په اړه، چې فکري لومړیتوب یې جوړوي، خبرې وکړې.

همدارنګه په دغه سمینار کې د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د ا.ا.ا مطبوعاتي پالیسۍ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې اسلامي امارت له بې طرفه او هغو رسنیو ملاتړ کوي، چې د خلکو ستونزې تر مسؤلینو رسوي او له خلکو سره د نظام فعالیتونه شریکوي.

نوموړي د رسنیو د مکلفیت په اړه وویل چې رسنۍ هم مکلفې دي چې خپله بې طرفي وساتي، له قانون او ټاکل شوي چوکاټ سره سم او د ملي او دیني ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپلو چارو ته دوام ورکړي.

وروسته د دیني تخصصاتو استاد مفتي محمود ذاکري د ټولنې په جوړښت کې د ښه نیت او اخلاص اغېز او د دیني جامعاتو او تخصصاتو رئیس شیخ عبدالمالک نیازي د بریالي استاد د صفاتو او وظیفوي امانتدارۍ په اړه خبرې وکړې.

د یادولو وړ ده دغه سمینار به سبا او بل سبا هم دوام وکړي او ګډونوال به پر مختلفو موضوعاتو خبرې پکې وکړي.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۴/۷/۲۱هـ.ق ۱۴۰۱/۱۱/۲۳هـ.ش ۲۰۲۳/۲/۱۲

imageimage
+18

د هېواد تحصیلي بنسټونو د جیولوجي او کانونو، ځمک پېژندنې او چاپېریال ساتنې پوهنځيو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا دویم پړاو کلسټر پیل شو.

د یاد کسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه کانونه د افغانستان د اقتصادي پراختیا یوه غوره لار وبلله او زیاته یې کړه چې تجربي علوم زموږ د ټولنې جدي اړتیا ده.

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معین له کایناتو سره د انسان تړاو ته په اشارې سره وویل چې الله تعالی موږ ته امر کړی چې له کایناتو څخه په سم ډول ګټه واخلو او ښه یې وپالو.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي د یاد کلسټر په اړه معلومات ورکړل او د کلسټر له ګډونوالو یې وغوښتل چې په دې پړاو کې د یادو پوهنځيو مفردات تکمیل او ټاکلو شویو موخو ته ځان ورسوي.

د یادولو وړ ده چې د دې کلسټر لپاره د هېواد د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو سربېره د مختلفو ادارو متخصصین هم رابلل شوي، چې د پنځو کاري ورځو په جریان کې به د یاو پوهنځو پر تحصیلي نصابونو تخصصي بحثونه وکړي.

نېټه: یکشنبه
۱۴۴۴/۷/۷هـ.ق ۱۴۰۱/۱۱/۹هـ.ش ۲۰۲۳/۱/۲۹م

image
image
image
image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په خپل کاري دفتر کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي سره چې ټاکل شوې د دې وزارت ځینو برخو پلټنه وکړي، لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو ځينو رئيسانو او د پلټنې عالي ادارې پلاوی چې له رئیسانو، آمرینو او مفتشینو څخه جوړ و، برخه اخیستې وه.
په پیل کې مولوي حافظ محمد حسیب حامد د لوړو زده کړو مالي او اداري معین د لوړو زده کړو وزارت کړنو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د دې وزارت ټولې کاري چارې د قوانینو او مقرراتو پر اساس په صداقت سره پر مخ ځي.
د لوړو زده کړو مالي او اداري معین وویل چې د وزارت ټول کارکوونکي او مسئولین د پلټنې عالي ادارې له پلټونکو سره مرسته کوي او د اړتیا په وخت کې هر څه ته چې اړتیا لري په واک کې يې ورکوي.
وروسته د پلټنې عالي ادارې ځینو غړو د خپلې ادارې د موخو او کاري پروسې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د دولتي ادارو له پلټنې څخه موخه د ادارو له مسئولینو سره مرسته او همکاري ده تر څو خپلې ټاکل شوې موخې ترلاسه او په مالي، اداري، زیربنا او نورو برخو کې خپلې ستونزې حل کړي.
په پای کې مالي او اداري معین د وزارت ټولو مسئولینو څخه وغوښتل تر څو د پلټنې ادارې له ټیم سره مرسته اوهمکاري وکړي او د پلټنې ادارې پلاوي ته یې ډاډ ورکړ چې دی به په خپله له پروسې څخه څارنه وکړي.
شنبه مورخ : ۶/۷/۱۴۴۴ هـ ق ۸/۱۱/۱۴۰۱ هـ ش ۲۸/۱/۲۰۲۳ م

image
image
image
image

د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ تر سره شوه.

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې په سرد سېرو ولایتونو کې مو له ژمنیو رخصتیو په استفادې د پوهنتونونو د هغو اړتیاوو پوره کولو او ستونزو پر حل کار وکړ، چې مخکې مو د سفرونو پر مهال په نښه کړې وې.

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د وزارت ټولو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د هېواد د تحصیلي بهیر د غوره والي په موخه خپلو چارو او ارزونې ته لا زیات متوجه شي.

همدارنګه د تېرو شوراګانو پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او د اړوندو کمېټو راپورونه واورېدل شول.

وروسته له اجنډا سره سم د دولتي دیني جامعاتو د کادري غړو د علمي رتبې د طرزالعمل تثبیت او اجرا، د تخصصاتو ریاست د بودیجې استقلالیت، د تحصیلي مشورتي شرکتونو د طرزالعمل پر طرحې، د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ۱۴۰۲هـ.ش کال د بهاري سیمسټر کانکور ازموینې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې.

نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۴/۷/۳هـ.ق ۱۴۰۱/۱۱/۵هـ.ش ۲۰۲۳/۱/۲۵م

image
image
image
image
image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي بنسټونو د عالي کمیسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي، مالي او اداري او د محصلانو چارو معین صاحبانو، او د ياد وزارت حقوقي سلاکار ،د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د مرکزي دولتي پوهنتونونو رئیسانو او د خصوصي تحصیلي بنسټونو د اتحادیې اجرایوي مشر ګډون درلود.

په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د ستونزو د حل لپاره د دې کمیسیون ناستې اړینې وبللې او زیاته یې کړه چې له خلکو سره د اسانۍ تر څنګ، باید د هېواد د تحصیلي نظام کیفیت ته هم پام وساتو.

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل: «موږ عدالت ته ژمن یو او د لوړو زده کړو په نظام کې هېڅ ډول فساد نه شو منلی.» نوموړي د تحصیل د پرمختګ او معیاري کولو لپاره په تحصیلي برخو کې د وړ او متخصصو کادرونو پر ګومارنې او له تحصیلي بنسټونو څخه پر جدي څارنې ټينګار وکړ.

وروسته له اجنډا سره سم د کمیسیون د غړو له لوري د خصوصي تحصیلي بنسټونو د مرکزي څانګې سربېره د نورو څانګو د څرنګوالي، د ځینو پوهنځیو او څانګو د نومونو پر مشخص کولو، له یوه ځای څخه بل ځای ته د خصوصي تحصیلي بنسټونو د نقل مکان او د نقل مکان د شرایطو پوره کولو او همدارنګه د خصوصي تحصیلي بنسټونو د اقتصادي ستونزو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.

همدارنګه د ځينو خصوصي پوهنتونونو له لوري د امناء رالېږل شوی هیئت تایید او نورو پوهنتونونو ته هم سپارښتنه وشوه، چې خپل امناء هئیت لوړو زده کړو وزارت ته ورمعرفي کړي.

دغه راز د الفلاح خصوصي پوهنتون، چې د تضمین کیفیت درې پړاوونه یې تکمیل کړي او د کمپیوټر ساینس پوهنځۍ او همدارنګه د انجنیري پوهنځي تر چتر لاندې د (اوبو زېرمو او چاپېریال ساتنې) ډیپارټمنټ پر غوښتنه بحث وشو او تصمیم ونیول شو چې د ټولو شرایطو له پوره کولو وروسته دې منظوري طی مراحل شي.

د یادولو وړ ده چې د خصوصي تحصیلي بنسټونو عالي کمیسیون، د یادو بنسټونو د پرمختګ، معیاري کولو، د ستونزو د حل او د کارونو د چټکتیا په موخه ایجاد شوی دی.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۴/۷/۲هـ.ق ۱۴۰۱/۱۱/۴هـ.ش ۲۰۲۳/۱/۲۴م

image
image
image
image
image
About

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت رسمي صفحه

Viewst animation
1665234133041529753
پدې ځای کې ستاسې خبرتیاوې او اعلانات منل کیږی
دخپلو سوداګریزو چارو د لاپرمختګ لپاره له ملګري سره اعلانات وکړئ
Your Ads here
833 X 80
اعلان شما در اینجا
info@malgari.com