#قرآنکريم عربانو ته په درې قوي ډګرونو کې ماتې ورکړه، هم يې د لفظ پۀ ډګر کې راوپرځول، هم يې د معنیٰ پۀ ميدان کې پاتې راوستل، همدا راز د روح او حقيقت پۀ سيالۍ کې یې هم پرې خپله ماته ومنله.
عربانو لۀ ډېرې مُقابَلې وروسته دا ستر حقيقت ومانۀ چې مونږ ددې لوی کتاب په مقابل کې نشو درېدلای.
هغوی اقرار وکړ چې ددې کتاب لغوي، بياني او معاني عمق او تل ته بشري عقلونه نشي ښکته کېدلای.
قرآنکريم بشري ځواک پۀ دې باندې وپوهاوۀ چې د زمانو په تېرېدلو سره بيا هم زما د چيلنجونو ځواب نشی راکولای، کۀ څومره علمي څېړنې او مطالعې وغوړېږي او ددې دنيا پټ رازونه را برسېره شي، هر مهال به دا ثابته شي چې دا ستر کتاب د متعال رب لخوا رالېږل شوی کتاب دی، او پۀ هغه چا باندې نازل شوی چې پۀ غوره والي يې د انساني ټولنې سربېره ټول ژوي او حيوانات هم قائل وو.
ژباړه: Sami Saeed
