*د ننګرهار پوهنې رياست ننني فعاليتونه!*
5 ذي القعده
4 جوزا
پنجشنبه
د پوهنې رياست ، سواد زده کړې برنامې آمر ښاغلي استاد اول ګل ابو زاهد او ورسره مل پلاوي د چپرهار او پچير اګام پوهنې آمريتونو اړوند د سواد زده کړې مختلفو ټولګيو او کورسونو چې د Y.V.O. موسېسې په مرستې جوړ شوي ، څخه د مسئوولينو په ملتيا ليدنه ترسره کړه ، د هغوي ادارې او تدريسې چارې معاينه کړې ، د زده کوونکو د سويې ارزونه يې ترسره کړه ، ممتاز زده کوونکې او ښوونکي په ستاينليکونو ونازول او تدريسي بهير کېفيت لا پياوړي کولو په پار يې اړوند مسئوولينو ته ګټورې لارښوونې وکړې ..
همداراز استاذ ابو زاهد صېب د اړوند مسئوولينو په ملتيا د چپرهار ولسوال سره د يادې برنامې کېفيت ښه کولو او په چپرهار ولسوالۍ کې د ټولګيو زياتول په موخه ناسته ترسره کړه، ولسوال صاحب يادې برنامې څخه خوښي ښکاره کړه ، دا يې د وخت سره سم اړين ګام وباللو او د سواد زده کړې برنامې د پرمختګ په پار يې د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ..
په ننګرهار ولایت کې دپوهنې ریاست رسمی پاڼه
SHAHIDULLAH BAKHT
Delete Comment
Are you sure that you want to delete this comment ?