NangarharEducation Cover Image
NangarharEducation Profile Picture
NangarharEducation
@NangarharEducation
70 people like this
0730832121

*د ننګرهار پوهنې رياست ننني فعاليتونه!*
27 شوال
27 ثور
چهارشنبه
د پوهنې جليله وزارت ، د احصايې عمومي رياست لخوا د ننګرهار پوهنې رياست د ټول هيواد په کچه *لومړى مقام* ترلاسه کړ..
د پوهنې جليله وزارت لخوا د ښاغلي معين صاحب په مشرۍ د احصايې په موضوع داير شوي *ويډيو کنفرانس* کې د پوهنې رئيس او اړوند مسئوولينو ګډون وکړ ، د پوهنې رياست د لاسته راوړنو په لړ کې ښاغلي معين صاحب او اړوند مسئوولينو د ننګرهار پوهنې رياست لخوا په لږ وخت او کمو امکاناتو د احصايې په منظم ډول راجمع کولو او پوهنې وزارت سره شريکولو خوښي ښکاره کړه او دا يې د ټول هيواد په کچه د لومړي مقام ترلاسه کولو يو ځانګړى فعاليت وښوود .

image

*د ننګرهار پوهنې رياست ننني فعاليتونه!*
27 شوال
27 ثور
چهارشنبه
د پوهنې رياست ، اچين پوهنې آمريت *مامند راغه ابتدايه ښوونځى* ، چې زده کوونکي د شين آسمان لاندى ، پرته له کومې ودانۍ خپلې زده کړې ترسره کوي .
ياد ښوونځى يوې منظمې ودانۍ او تعمير ته اړتيا لري .

imageimage

*د ننګرهار پوهنې رياست ننني فعاليتونه!*
27 شوال
27 ثور
چهارشنبه
د پوهنې رياست اړوند تودو سيمو ښوونځيو کې د اصول صنفي زده کوونکو آزموينې پېل شوي چې دا آزموينې به د روانې مياشتې تر پاى پورې دوام لري او بيا د جوزا په لومړۍ نېټه به د اصول تدريس او جيګو ټولګيو کلنۍ آزموينې پېل کېږي .

image
image
image

د پوهنې رياست اړوند ، اچين پوهنې آمريت سور کمر لېسه چې په تېرو کې تخريب شوې وه ، د پوهنې رياست نشراتو مديريت لخوا پرې راپور نشر شوې و ، د پوهنې قدرمند رئيس صاحب په سپارښتنو او د هغې راپور پر اساس د همکارې موسېسې ، د ماشوم ساتنې نړېوالې موسېسې په سږني کال کې دا لېسه هم د بيا رغونې او ترميم په لېسټ کې نيولې .
ډېره زياته مننه ترينه کوو د ټولو همکارو موسساتو قدرمندو مسئوولينو څخه .

د پوهنې رياست اړوند ، اچين پوهنې آمريت سور کمر لېسه چې په تېرو جنګونو کې تخريب شوې وه ، د پوهنې رياست نشراتو مديريت لخوا پرې راپور نشر شوې و ، د پوهنې قدرمند رئيس صاحب په سپارښتنو او د هغې راپور پر اساس د همکارې موسېسې ، د ماشوم ساتنې نړېوالې موسېسې په سږني کال کې دا لېسه هم د بيا رغونې او ترميم په لېسټ کې نيولې .
ډېره زياته مننه ترينه کوو د ټولو همکارو موسساتو قدرمندو مسئوولينو څخه .

About

دا صفحه د ننګرهار ولايت پوهنې رياست رسمي خبرونو او اړوند پوسټونو لپاره يواځينۍ صفحه ده