يو امت يو جسد!
دا انځور د نن نه درې نوي کاله وړاندې اخيستل شوی دی. دا کاروان د حجاز پۀ شګلنو دښتو کې د حج پۀ لور روان دی. دا هغه وخت وو چې د مغرب د حاجيانو قافلې به لۀ رېګونو راتېرې شوې، د الجزاير حاجيان به ورسره مل شو، د تونس قافلې به هم د دې کاروان سره روانې شوې، د لېبيا او مصر لۀ حاجيانو وروسته به د شام قافلې هم د دې لوی کاروان برخه وګرځېدې. هغه وخت نۀ سايس بيکو پوله وه، نۀ پاسپورټ وو، نۀ وېزه وه، د امت خاوره وه او امت يو جسد وو.
د داسې ورځو د راتګ پۀ هيله!