که تا سي ما باوري کړئ ,چې که زما سر له تني نه جدا شي , نواسلام به نور هم سر لوړي شي ,نو دکعبې په رب مي دي سوګند وی,چه زه به ستاسې په توره خپل سر غوڅوم او ستاسو په قدمونو کي به يې دايښودلو وصيت کوم , زه تاسي ته يواځي دا ويل غواړم چې کوم نا مسلمان دمسلمان دوست کيداي نه شي ,تاريخ ستاسې په مخکې دي ,خپلي ماضي ته وګورئ دپرنګيانو بادشاه اوډيمانډ په څير اسلام دښمن صليبيان يوازی ددي لپاره ستا دوستان شول , چې تا هغوي دمسلمانانو په خلاف جګړې ته وهڅوی او مرسته در سره کوي که هغوي بريالي شوي وای چه اسلام دې دځمکې له مخ نه ورک شي .
ته ديوه جنګيالي قوم سړی يې عسکري ستا ملی دنده ده, هرمسلمان دالله جل جلا له يو سپاهي دی, خو ايمان او عمل يې بنسټيز شرطونه دی , ته پر مرغانو زړه ښه کوه عسکري دهغه سړي دپاره يوه خطرناکه لوبه ده , چې پر ښځو اوشرابو يې زړه بايللی وي, زه له تا هيله کوم ,چې له ما سره مرسته وکړه او په جهاد کې را سره ګډون وکړه که دا کولاي نه شې, نو له مخالفت می لاس واخله, زه تا ته هيڅ سزا نه درکوم الله جل جلا له دي ستا ګناهونه وبخښي . "
صلاح الدين ايوبي "
حسبناالله ونعم الوکیل