د افغانستان د ازادو ژورنالېسټانو ټولنې موندنې ښيي چې په افغانستان له سیاسي بدلون وروسته له ۵۵۰ رسنیو ۲۲۵ یې سقوط شوي دي.
دې ټولنې زیاته کړې، د ۲۲۵ رسنیو له سقوط کېدو سره څه باندې ۸ زره خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بېدندې شوي چې له ۸۰ سلنې ډېر یې ښځینه کارکوونکې دي.