دا هوټل د مدینې منورې په یوه مرکزي واټ کې د حضرت عثمان رضی الله عنه د وقف له شتمنۍ جوړ شوی او د سعودي رسنیو د مالوماتو له مخې په کلني ډول ۵۰ میلیونه سعودي ریاله عاید لري چې نیمې یې پر بې وزلو کسانو او بې سرنوشته ماشومانو لګول کېږي او نیمې یې د وقف بانکي اکاونټ ته ځي.
د وقف دا شتمني له ۱۴۰۰ کاله راهسې د یوه پیاوړي خیریه بنسټ په توګه چلیږي.
دا وقف د هماغه څاه له داستانه پیل ده چې حضرت عثمان رضی الله عنه په ۳۵۰۰۰ درهمه له سخت زړي څاه لرونکي رومه الغفاري وپېروده او خلکو ته یې وقف کړ.
څاه هم پر هماغه بڼه شته، او نږدې ځمکې ترې خړوب دي.
وقف یا د خپلو شتمنیو ولسي کول د اسلامي اقتصاد مهمه برخه ده.
زړه ازارول کعبه نړول دي..! <br>غوښتنه: <br>که چیرې ما درسره فالو کړئ زه به تاسو فالو کړم.