دوی ته عزتمنه خبره کوه
قرانکریم د قول، خبري او وینا مختلف ډوله صفتونه بیان کړي دي، د بېلګې په توګه:
القول المعروف (ښه خبره)
القول السديد (کره خبره)
القول البليغ (بلیغه خبره)
القول الميسور (اسانه خبره)
القول العظيم (ستره خبره)
القول الثقيل (درنه خبره)
القول اللين (نرمه خبره)
خو د وینا صفت یې په «الكريم» (القول الكريم) سره صِرف یو ځای راخیستی ده ، چې هغه له مور و پلار سره د اولادونو د اړیکو په برخه کې ده. القول الکریم، یعني عزتمنه، خوږه او له میني ډکه خبره، قرانکریم وایي: او دوی دواړو (مور و پلار) ته خوږه او له میني ډکه خبره کوه. (وقل لهما قولًا كريمًا) [الإسراء:23].
یعني قرانکربم مومن ته ورښیي چې مور و پلار سره د خبرو پر مهال به محتاط او پامځیر اوسې، هر لفظ او جملې ته به دقیق متوجه اوسې، مینځلې، سپېڅلې او شمېرلې خبرې به ورسره کوې، داسې خبرې چې له میني، عواطفو او خوږلښته ډکې یي. نو افغانه وروره ! هر وخت او خصوصاً مور و پلار سره د خبرو پر مهال خپله زیږه او ښکنځپلې ژبه نرمه او پسته کړه او د قرانکریم د ښایسته اخلاقي میتود په ګاڼه یې وپسوله.
کاپي: حامد افغان