وهم، ډار، تشويش، وسوسه، پرېشاني، ناارامي، ځېګر خوني، خواشيني، ګوشه نشيني، نااميدي، بې ځايه خوشکه، په هر واړه شي شرمېدل، پر خپل ځان بې باوري څومره بلد او عام الفاظ او احساسات دي. څومره ډير به مو لېدلي او اورېدلي وي!!
دغه ټول يوړ نه يوړ د رواني ناروغيو علامې دي!!
اوس فکر وکړئ رواني ناروغۍ څومره عامي دي!!
څومره خلګ به پخپل ځان خبر نه وي او لدغو ناروغيو به کړيږي!!
څومره به بيا خبر وي خو له شرمه به وايي نه!!
څومره به يې پکو کړي وي!!
رواني ناروغۍ د بلې هرې انساني ناروغۍ په څېر د علاج وړ مرضونه دي.
نن د رواني روغتیا نړیواله ورځ ده. که تاسو يو له پورته علامو څخه لرئ نو ولاړ شئ له داسي قريب يا دوست سره خپل حال شريک کړئ چې تاسو پرې باور لرئ.
د چارو ادارې رییس نورالحق انور نن کابل کې د ښوونکي نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې د وینا پرمهال وویل، که ښوونکي خپل مسوولیت په سمه توګه ادا کړي، په ټولنه کې شته ټولې ستونزې او ناخوالې به لهمنځه لاړې شي.
نورالحق انور په خپلو خبرو کې پر زدهکړو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، څنګه چې اړتیا وه افغانستان کې د زدهکړو لپاره کار نه دی شوی.
نوموړي وویل چې د افغاني ټولنې د وروسته پاتېکېدو اصلي لامل زدهکړي دي چې په وینا باید دې برخه کې ډېرې هلې ځلې وشي.
نن چهارشنبه د تلې ۱۳مه او د اکتوبر پنځه د ښوونکي له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
#سلاموطندار
#salamwatandar
سمون مو د سمي لاري ملګري