د هدېرې پر بېلا بېلو قبرونو مي دا لیکنې تر سترګو شوې:
د یوه غریب پر قبر لیکل شوي وو:
لوڅ نړۍ ته راغلم، لوڅې پښې مې ژوند وکړ او لوڅې پښې اخيرت ته لاړم.
د یوه دولتمند پر قبر مې دا کرښې ولیدې:
ټول کسان مې پر پیسو راضي کړل، خو یوازې د مرګ پرېښته وه، چې پر پیسو راضي نۀ شوه.
د یوه لېوني پر قبر مې ولوستل:
روغ رمټ او هوښیار نړۍ ته راغلم او روغ رمټ ژؤند مې وکړ، خو ستاسو د کړنو لۀ امله مې ځان لېؤنی اچؤلی و.
د ډاکټر پر قبر دا لیکنه وه:
د هرې ناروغۍ درمل شته، خو د مرګ نۀ.
د يوه زړۀ ماتي کس پر قبر يې داسې لیکلي وو:
ما یؤ ځل قیامت لېدلی بیا قیامت ته نۀ یم خفه.
د یوه ځوان پر قبر دا لیکل وو:
یو بل مۀ ازاروئ!
پر خدای قسم، چې پښیمانه کېږئ به!
د یوه بې کوره پر قبر لیکل شوي وو:
شکر ! بالاخره د کور مالک شؤم.
د یوه ماشوم پر قبر دا کتبه وه:
شکر چې لوی نۀ شؤم او پۀ وحشت کې شریک نۀ شؤم.
د یوې مور پر قبر دا کرښه لیکل شوې وه:
هیله لرم چي زما پر بچیانو پاملرنه وکړئ!
د یوه یتیم پر قبر دا کتبه وه:
خوشال یم چې مور او پلار ته ورځم.
©