قبض له منځه وړونکى درمل ( Anti Laxatives Drugs):
هغه درمل چى قبض لمنځه وړي په لاندي ډول دى

1 Bisacodyl ---- بيساکودايل
2 Cremaffin ---- کريمافين
3 Lactolose ---- لکتولوز
4 Castor Oil ---- کاسټور اويل
5 Enema ---- انيما
6 Sulfolax ---- سلفولاکس

دا هر يو درمل درته بيل بيل مطالعه کووو دوز , مکانيزم , جانبى غوارض , او مضاد استطباب يي ټول درته څيړو راسره اوسى مننه چى زمونڔ صفحه مو خوښه کړي .
د Bisacodyl او Cremaffin درمل استعمال

1 -Bisacodyl --- بيساکودايل
استطباب :
دا درمل د دايمى قبض , ماشوم زيڔونى , د کلمو د عملياتو او يا الټراسوند په مهال کارول کيڔي .
د اغيزې ميکانيزم :
دا درمل د کولمو حرکات زياتوى , چى په کولمو کى د اوبو د ډب کيدنى په وجه قبضيت له منځه وړي.
دوز ( Dosage ) :
لويان 10-15ml د شپى لخوا 6-9y کلن ته 5-10cc د شپى لخوا ورکول کيڔى .
له نورو درملو سره يي شريک کارونه کوم تاوان نلرى
مضاد استطباب :
دا درمل دګيډى د درد , Appindicitis , د مقعد د زخم , د کولمو د انسداد ( بندښت ) او يا خونى بواسيرو په مهال دى نه کارول کيڔى .
يادونه :
د ګولۍ د زبيښلو دى ډډه وشى او په دايمى ډول دى نه کارول کيڔى .

2 -Cemaffin ---- کريمافين

ترکيب ( Composition):
پدى درمل کى 75% مګنيزم هايدرو کسايد او 25% مايع پرافين شامل دى .
استطباب :
د قبض د درملو له جملى څخه دى دا درمل د بد هضمى او قبضيت د له منځه وړلو لپاره کارول کيڔى .
دوز ( Dosage ) :
دا درمل دى 20cc شل سى سى دى تر ويده کيدلو وړاندى وکارول شي .

Lactolose --- لکتولوز

استطباب ( کارونه ) Indication :
د قبضيت ضد درمل دي دا درمل د موقتى او ځنډنې قبض د له منځه وړلو لپاره کارول کيڔى .
اغيزې ميکانيزم :
دا درمل د خپلى ګړنى په اساس په کولمو کى د فضله موادو مقدار نرموى او زياتوى يي چې د کولمو حرکات په ذريعه په اسانۍ سره خارجيڔى .
دوز (مقدار ) Dosage :
لويان ابتدايي خوراک 15-45ml ملى ليتره وروسته 10 - 15ml ملى ليتره هره ورځ
د 7 - 14y کلن ابتدايي خوراک 15ml او وروسته 10ml ملى ليتره هر ورځ.
د 1-6y کلن ماشوم ته يوه يا دوه کاشوغى په ورځ کى
تى رودونکى ماشوم ته 5ml ملى ليتره هر ورځ وکارول شى چې 5ml ملى ليتره د يوې کاشوغى سره سمون لرى .
جانبى غوارض ( Side Effiects) :
د درملنى په څو لومړيو ورځو کى د کولمو باد ليدل کيڔى د ځانګړى درملنى په مهال دا شکايت له منځه ځى , د ډير خوراک له امله اسهال ليدل کيديشى .

مضاد استطباب ( نه کارونه ) Contraindication :
څرنګه چى په دى درملو کى ګلکتوز شامل دى , نو هغه ناروغان چى په کمه اندازه ګلکتوز هم کاروى دا درمل دى نه خورى اود کولمو د بندښت په مهال دى نه کارول کيڔى .

له نورو درملو سره شريک کارونه :
له نورو درملو سره شريک کارونه کوم عکس العمل نه دى ليدل کيڔى .

حمل په مهال کارونه :
د حمل په وخت کى ددى درمل کارونه کوم ناوړه اٿر نلرى .
مهمه يادونه : هغه کسان چى له لکتوز سره حساسيت ولرى دا درمل دى نه کاروى .

4 ـCastor Oil
استطباب ( کارونه ) Indication:
د قبض د لمنځه وړلو لپاره کارول کيڔى .
غيزى ميکانيزم :
دا درمل د کولمو د جدارونو د تحريکونى په اساس د کولمو په داخل کى اوبه جمع کوى اود قبضيت د لمنځه وړلو سبب کيڔى . ددى درمل اٿر په 4-6 ساعتو کى شروع کيڔى .
دوز ( خوراک اندازه ) Dosage :
لويان دى 15-30cc يو ځلى د خولى د لارې وکاروى .
جانبى غوارض :
زړه بدوالى , استفراق , دګيډي درد , او تشنج اوپه اوڔمهاله کارونى سره يي د اوبو او مالګو کمښت ليدل کيڔى .
د نورو درملو سره شريک کارونه :
لع نورو درملو شريک کارونه کوم تاوان نلرى.
مضاد استطباب :
دا درمل دى هغه ناروغان نه کاروى چى د ګيډى شديد درد , زړه بدوالى , اويا استفراق ولرى , د کولمو التهاب , زخم , بندښت , اويا د مقعد زخم په مهال دى نه کارول کيڔى .
همدارنګه دا درمل دى د حمل او مياشتنى عادت کى نه کارول کيڔى . د حمل په مهال ددى درمل کارونه په پوره ډول منع ده .
احتياط :
که دا درمل له جوش , سرکى يا شيدو سره يو ځاى شى , بد اٿر يي کم محسوييڔى اوکه نور درمل خوړل کيڔى تر دى مخکى وخوړل شي .

5 ـEnema
جينريک نوم : سوډيم فاسفيټ او سوډيم باى فاسفيټ .
استطباب :
د قبض د لمنځه وړلو , دکولمو د معاينه کولو , د ګيډى عملياتو اود ماشوم زيڔيدو په مهال د کولمو د خالى کولو لپاره کارول کيڔى .
ميکانيزم :
د Enema سر دى مقعد ته داخل کړى شي او محول دى هلته خالى کړل شى معمول 60-120ml ملى ليره درمل د ضرورت په اساس کارول کيڔى .
جانبى غوارض :
په ډيرى کارونى سره يي د ناروغ د جود مايعات او مالګى کميڔى . همدارنګه ناروغ ورسره عدت پيدا کوى چى له امله يي بغير له Enema بيا رفع حاجت نشى کولى .
له نورو درملو سره شريک کارونه :
کوم نقصان نلرى.
مضاد استطباب :
هغه ناروغان چى د زړه او پښتورګو په عدم کفايه اخته وى , Enema دى نه کاروى , د appindicitis , د کولمو انسداد , او مقعد زخم په مهال دى enama نه کارول کيڔى .
,يادونه :
ددى درمل په ترکيب کى سوډيم شامل دى , ځکه دى يي نو د زړه او پښتورکو د عدم کفايه ناروغان دى نه کاروى .

Follow this link to join my WhatsApp group: https://chat.whatsapp.com/BNofxVJeUgH6O6cW7X3Tzj

Aktualisiere deinen Browser | Facebook

امیرالمومنین شیخ مولوی ھیبت اللہ

About

Imarat islami Afghanistan