═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════
د مؤتة غزا کي د څلورو صحابه وو شاهکاري او شهادت!!
په اتم کال د هجرت رسول الله صلی الله علیه وسلم درې زره صحابه جنګیالي د رومان د لښکر په مقابله کي تیار کړه، د لښکر لپاره یې د یوه پر ځای درې امیران وټاکل، زید بن حارثة، جعفر بن ابی طالب، عبد الله بن رواحة، او رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که زید شهید سو بیا جعفر امیر دی او که هغه شهید سو نو بیا عبد الله امیر دی.
کله چي صحابه کرام د غزا ډګر ته راغلل ګوري چي مقابل لوري دوه سوه زره جنګیالي تیار کړي، خو د رب د نصرت امید او پر رب یې توکل و، د جنګ میدان ته په پیاوړې روحیه کښته شول.
د جنګ صحنه شروع شول، د تکبیرونو چیغي پر میدان خپرې او مسلمانان د دښمن په وړاندي لکه غشي وورېدل، د تورو پړکۍ، د جنګ د میدان دوړي او ګرزونه تاوېدل، د دواړو لورو د جنګي حالت دوام و، چي زید بن حارثة د دښمن په وړاندي مخامخ په شهادت ورسېد، د جنګ بیرغ ځمکي ته د لوېدلو وخت کي جعفر بن ابي طالب پورته کړ، نور یې د جګړې ډګر تود کړ، د جنګیالیو روحیه یې پیاوړي او خپله د دښمن دصفونو مېنځ ته داخل شو، داسي جنګ یې وکړ چي مخکي نه و لیدل شوی، دښمن تر سختو بریدونو لاندي کړ، راسته لاس یې چي بیرغ پکي و پري شو، خو په پیاوړتیا یې په چپ لاس ګیر کړ، بیرغ یې ځمکي ته پرینښود، وجنګېد چي چپ لاس یې هم قطع شو، خو بیرغ یې د ځیګر لوري ته تکیه کړ، تر ځمکي ونه لوېد، تر دې چي بدن یې تر اتیا زیات ځایونه ولګېد او بالآخره د شهادت جام یې نوش کړ.
کله چي جعفر بن ابي طالب په شهادت ورسید، دریم اتل، د اسلام پیاوړي عسکر، د دریو امیرانو دریم شهید لاس پري خښ کړ، بیرغ یې د معرکې ډګر کي رپاند ونیوه، اراده یې کړې وه چي یابه جنګ ګټي او یابه د شهادت په زرین منصب نازیږي، د تاندي غزا جنګیالي یې نور هم ور مخ کړه، د دښمن په صفونو یې ور دننه کړل، د جنګ جریان و، چي دریم امیر هم دښمن په وړاندي سخت مقاومت وروسته شهید سو.
د انصارو مجاهدینو یو کس بیرغ تر خالد بن ولید ورساوه، د جنګ ټاکونکي شېبې وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ګوتي پورته کړې او وې ویل: یا رب خالد بن ولید ستا له تورو یوه توره ده ته یې بری ورنصیب کړې.
خالد بن ولید د جګړې تود میدان د دښمن په ماتي ورټول کړ، د دښمن صفونه یې تار تار او د الله تعالی په نصرت یې دښمن مات کړ، مسلمان سپاهیان یې تر مدینې سالم راورسول، په همدغه ورځ نوموړی اتل د سیف الله په عالي لقب د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا ونومول شو.
سرچینې:
[1] البخاري: كتاب المغازي، باب غزوة مؤتة من أرض الشام، (4013).
[2] مسلم: كتاب الجهاد والسير، باب تأمير الإمام الأمراء على البعوث ووصية إياهم بآداب الغزو وغيرها (1731).
[3] البخاري: كتاب فضائل الصحابة، باب مناقب جعفر بن أبي طالب الهاشمي رضي الله عنه (3506).
[4] النسائي: كتاب المناقب، عبد الله بن رواحة رضي الله عنه (8249).
[5] الصالحي الشامي: سبل الهدى والرشاد، في سيرة خير العباد، وراغب السرجاني: السيرة النبوية.۔
وروستۍ زمانه
مولوي غزالي
د امام احمد ابن حنبل په اړوند نقل شوی چې یو وخت یوې ځوانې انجلې سره مخ شو چې هغې د زنا طلب ورنه وکړ، امام د خدای ج له ویرې د یو باغ د دیوال په لور وځغاستل او په دې توګه یې د هغې له شر څخه ځان بچ کړ، د وخت په تیریدو سره کله چې امام احمد رح بوډا شو یوه شیبه سوچ یووړ شیطان په فکر کې دا ارمان ورکړ چې باید هغه د ځواني پر وخت دې د هغې ځوانې ښایسته انجلې غوښتنه منلې وای!!
له دې سره ناڅايه امام په خپل غلط سوچ پوه شو په ژړا یې پیل وکړ او دا خبرې یې پیل کړې: خدایه! ما چې په ځواني کې د هغې بده غوښتنه ونه منله هغه وخت مې ایمان قوي وو، اوس مې لکه چې ایمان کمزوری شوی چې...
له همدې سره په امام خوب راغی، ناګهانه په خوب کې ورته د امت غمخوار پیغمبر ص خطاب کوي او تسلي ورکوي چې: امام احمده! مه خفه کیږه ستا ایمان ندی کمزوری شوی بلکه ستا د ځواني دور زما زمانې ته را نژدې وو هلته د خلکو زړونه د ګناهونو په لور نه ورتلل اوس چې ته زما له زمانې نور هم لیرې شوی یې نو ځکه دې په زړه کې د ګناه شوق را وګرځید.
حجاب الهی امر دی نه د ملا او شیخ
الله تَبَارَک وَتَعَالَی خپل محبوب پیغمبر ته په خطاب کې وایی:
يٰٓأَيُّهَا النَّبِىُّ قُل لِّأَزْوٰجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَآءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلٰبِيبِهِنَّ ۚ ذٰلِكَ أَدْنٰىٓ أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
[سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 59]
*[اې پېغمبره (ص)!] خپلو مېرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه چي پر خپل ځان باندي د خپلو ټكريو پلوونه خواره کړي. دا ډېره مناسبه کړنچاره ده، تر څو چي هغوی وپېژندلای شي او ونه ځورول شي. الله تعالی ښه بخښونکی او مهربان دى.
الموت قدح كل نفس شاربوها <br>والقبر باب كل نفس داخلوها