*د نن ورخې د ناستې بشپړ راپور*
نن د 2023 کال د مارچ میاشتې په 17 نېټه د جمعې په مبارکه ورځ په 11 بجو مو په دبی کې د افغانستان نوی په دنده ګومارل شوی قونسل د هرکلی او تبریکی لپاره د ګروپ د ۳۵ ملګرو په ملتیا ګډون کړی وو چې د پروګرام په پیل کی د قونسلګري انګړ ته له هرکلی وروسته په دویم پوړ صالون کې ناسته لرله چې لومړی ناسته د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوه د غوندې لومړی وینا وال نوی ټآکل شوی قونسل ښاغلی مولوی عبد الرحمن فدا وو چې د بهرنیو چارو وزارت د ښو اړیکو او فعالییتونو په اړوند یې رڼا واچوله او هم یی د افغانانو په ځانګړی توګه د سوداګرو ستونوزو حل ته ټټر ووهلو دویم ویناوال د قونسلګرۍ لومړی سکرټر ښاغلی مولوی حسیب الله محمدی وو چې هغی هم پخپل نوبت د شته ستونزو ته د پای ټکی ایښودلو وعده وکړله او په یو والي او اتحاد یې ټینګار وکړلو دریم ویناوال د افغان سوداګرو شورا په استازیتوب ښاغلی فرید احمد الکوزی په پښتو او دری ژبه وینا وکړه د امارات د ښو ډیپلوماتیکو هڅو ستاینې ترڅنګه یې د لا همکاریو او مرستې هیله هم وکړه .
څلورم وینا وال ښاغلی محمد امین میرزایي وو چې په دری ژبه یی وینا وکړه هغې هم پخپل نوبت د امارت د لویو پرمختګونو ستاینې سره د پول سوخته چې اوس پل خوشبختی په نوم نومول شوی د بېلګې په توګه د ښو کړنو په نوم یاد کړل همدارنګه د ښاغلی فرید احمد الکوزی حاجی صاحب اجمل بشیر او حاجی سعد صالح (محمدنبی ) په لاسونو ښاغلی قونسل ته ډالۍ شوی ایوارډ وړاندې کړلو . نور هم ځینی ملګرو ویناوې ترسره کړلې او ښاغلی عمر جمال په عربی ژبه ښکلی قصیده ولوستله او غونډه د ښاغلی عنایت الله په دعائیې سره پای ته ورسیدله له غوندې څخه وروسته بیا هم له قونسل او مل پلاوی سره خصوصی لیدنه وشوه له یاد پاتې انځونورو نو اخیستلو څخه وروسته ملګری خپلو کورنو ته ستانه شول . الحمدلله پایله یې ډېره مثبته او په زړه پورې وه .
*په درنښت*
لومړۍ ماده – د شورا بنسټ
په دوبۍ کې د افغانستان سوداګرۍ شورا ( اې بي سي) یوه ناګټندویه (غیر انتفاعی) شورا ده او نوموړې شورا زیار باسي، چې په متحده عربی کې د اماراتو له دولتي ادارو سره له نږدې او په ګډه کار وکړئ او د نوموړي هېواد د اساسي قوانینو په رڼا کې د افغانستان ګټو او سوداګرۍ ته لا وده ورکړی.
دوهمه ماده - له راجستر شوي دفتر سره د اې بي سي نوم :
دا شورا په متحده عربي اماراتو دبۍ کې له راجسټر شویو د فترونو سره د اې بي سي -دبی په نوم ثبتیږي چې د افغانستان سوداګرۍ شورا په نوم هم یادیږی او یواځې به د افغانستان سوداګرو لپاره کار کوی .
دریمه ماده – اې بي سي دبۍ – موخې او اهداف
د اې بي سي یا د افغانستان سوداګرۍ شورا جوړولو اصلی موخه د خپلو درنو ملی سوداګرو، ملګرو او غړیو راټولیدل او ځایی کېدل دی، ترڅو خپل افغانان په یو ځای راسره راټول کړي او د عربی متحده اماراتو حکومت او اماراتي سوداګریزو شوراګانو په همغږۍ د افغانستان او عربی متحده امارتو ترمنځه د سوداګرۍ ، اقتصاد ، کلتور او ټولنیزو اړیکوته په ګډه لا پراختیا او پرمختګت ورکړي.